خلیلزاد کابل ته راځي خو له حمدالله محب سره به څه کوي؟ – فغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

خلیلزاد کابل ته راځي خو له حمدالله محب سره به څه کوي؟ – فغان وطن

د راپورونو په اساس ښایي زلمی خلیلزاد نن د خپل اوږده سفر په جریان کې کابل ته راشي او د افغان دولت له لوړپوړو چارواکو سره د سولې د خبرو اترو په هکله معلومات شریک کړي

خلیلزاد تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي چې خلیلزاد نن کابل ته راروان ده

سیاسي شنونکي فکر کوي چې ښایي خلیلزاد د حمدالله محب په موجودګي کې له ولسمشر غني سره ملاقات ترک کړي

ځینو سرچینو ویلي چې پرون شپه په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان سکاټ میلر افغان لوړپوړي چارواکي ورغوښتي وو خو د افغان دولت له زیاتو هڅو سره یې هم حمدالله محب ته اجازه نه وه ورکړې چې د میلر په غونډه کې برخه واخلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *