امریکا: ناټو هیوادونه دې له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا: ناټو هیوادونه دې له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي – افغان وطن

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله مقاله کې د امریکا او ولسمشر غني تر منځ اړیکو ته کتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د متحده ایالاتو او غني تر منځ اړیکې تر ټولو ټیټې درجې ته رسیدلي دي

ددې دواړو هیوادونو اړیکې وروسته تر هغې لا زیاتې ترینګلې شوې کله چې حمدالله محب په امریکا کې خبریالانو ته د خلیلزاد په اړه سپکې سپورې وویلې

حمدالله محب چې په تیرو کلونو کې د امریکا نیږدې خواخوږی او فرمان بردار پاتې شوی په خلیلزاد له نیوکو وروسته د متحده ایالاتو له لوري سخت ورټل شو

همدا وجه وه چې متحده ایالاتو په نوموړي په داسې حال کې د متحده ایالاتو د سفر بندیز ولګاوو چې د نوموړي میرمن هم امریکایي ده

څو ورځې وړاندې کله چې کابل کې د اروپایي هیوادونو غونډه روانه وه د غونډې تالار ته د حمدالله محب په داخلیدو امریکایي چارواکو خپل کاغذونه ونغاړل او له غونډې بهر شول

اوس متحده ایالات له ولسمشر غني غواړي چې حمدالله محب له دندې ګوښه کړي خو غني تر اوسه دغه کار ته نه ده اماده شوی، همدا وجه ده چې د متحده ایالاتو او غني ترمنځ هم اړیکې د حمدالله محب پر سر زیاتې ترینګلې شوي دي

د نیویارک ټایمز په وینا متحده ایالاتو د ناټو له څلویښتو هیوادونو هم غوښتنه کړې ده چې له حمدالله محب سره اړیکې بندې کړي

چې دا کار د ولسمشر غني لپاره یو بل سردردی جوړیدلی شي

امریکا دا لومړی ځل نه ده چې له خپلو ملاتړو او خواخوږو سره ورته چلند کوي بلکه تر دې وړاندې یې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له خپل شفقت څخه محروم کړی وو او عطانور هم یو وخت په متحده ایالاتو تور پورې کړی وو چې مونږ یې د پیپسي د بوتل پشان استعمال کړو او ویې غوزولو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *