د طالب العلم لپاره اداب/ دوهمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د طالب العلم لپاره اداب/ دوهمه برخه – افغان وطن

ليکوال: علامه ابو لیث ثمرقندي
ژباړه: عبدالصمد شاکر

په تېره برخه کې علامه ابو لیث ثمرقندي ځينې اداب ذکر کړل او په دې برخه کې هم اداب او د اسلافو ځينې توصیې او تجربې وړاندې کوي وايي: طالب العلم ته په کار دي، چې د علم له زده کړې د هغه مقصد د الله ـ جل جلاله ـ رضاـ، د تلپاتې دونيا ـ قیامت ـ کمیابي تر لاسه کول وي، او د دغې فاني دونيا لاس ته راوړل یې مقصود نه وي؛ ځکه کله، چې یې مقصود د الله رضا او قیامت وي؛ نو طالب العلم بیا کولای شي، چې دا ټول لاس ته راوړي، الله ـ جل جلاله ـ فرمایي: څوك، چې د اخرت كښت كرونده غواړي، موږ د هغه په كښت کې زياتوالى راولو. او څوك، چې د دُنيا كښت كرونده غواړي، هغه ته یې له همدې دُنيا څخه وركوو؛ خو په اخرت کې د هغه هيڅ برخه نشته.

او زيد بن ثابت له رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ نه روایت نقل کوي، چې هغه ويلي: د چاچې نیت او مقصد دونيا وي؛ نو الله ـ جل جلاله ـ به یې کار ور سخت کړي، نیستمن به یې کړي او له دونيا څخه به تر هغې لاړ نشي تر څو، چې یې خپل ورته لیکل شوی قیسمت خوړلی نه وي؛ البته هغه کسان، چې د هغوی مقصد او نیت اخرت وي؛ نو الله جل جلاله به یې کارونه ور اسانه کړي، زړه به یې ور غني کړي او دونيا به ورپسې په ذلت کې شاته منډې وهي.

خو! که چیرې طالب العلم د دې توان ونه لري، چې خپل نیت سم کړي؛ نو بیا هم له پرېښولو څخه ورته د علم زده کړه غوره ده؛ ځکه ښايي، چې د علم دا زده کړه یې هم نیت ور سم کړي؛ ځکه په یوه خبر کې روايت شوي دي، چې رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ ويلي: چا چې علم د الله ـ جل جلاله ـ د رضا څخه پرته د بل څه مقصد لپاره طلب کړ؛ نو تر هغې به له دې دونيا څخه لاړ نشي، تر څو، چې دغه علم یې د الله ـ جل جلاله ـ رضا ته را نه ولي. او امام مجاهد ـ رحمه الله ـ وايي: موږ به علم زده کاوه؛ خو تر ډېره مو پکې نیت ته کوم ځای نه وو ورکړی؛ البته وروسته الله ـ جل جلاله ـ په موږ باندې د سم نیت پېرزو هم وکړه.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *