سرې کرښې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

سرې کرښې – افغان وطن

سید احمد مستقیم

سرې کرښې هر نظام لري، ماتول یې نه بښونکی جنایت وي. د ځان، کور، عزت او ناموس د ساتلو هم سرې کرښې شته،تور اسمانڅکي غرونه په توره تیار هم نشي کولای یو پلی میلمه ودروي خو د کور په دروازه ځوړنده، یوه نرمه شلیدلې پرده دومره زور لري، چې پر تڼاکو پښو یې ستړی ستومانه په ساعتونو و دروي، ځکه دا د غریب کوربانه سره کرښه ده، که یې امیرالمومنین ماته کړي نو هم به لوی مجرم وي.

افغانستان یو سپیځلی اسلامي ملت دی، دیني مقدسات، داسلامي هویت ژوندی کول، ملي نوامیس، استقلال، ارضي تمامیت، خپلواکې او ازادي یې سرې کرښې دي، د دنیا هر ٫٫یابو٬٬ چې ورماتې کړي دي نو پښې ور پرې کړې دي، مړ ژواندی یې ایستلی دی.

امریکایان او متحدین یې باید درک کړي چې، طالبان د افغانستان د مسلمان ملت له زړه څخه را ټوکیدلي پاک سپیځلي مبارزین دي په هر قانون حق لري چې د ولس له عقیدې سره سم یو ځواکمن مرکزي اسلامي حکومت ورته جوړ کړي، اتلس کلنه مبارزه یې ارزانه ونه ګڼي.
په درنښت
والسلام
۲۳/رجب/۱۴۴۰هق
۳۰/مارچ/۲۰۱۹م

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *