ملا، د ټولنې بې عوضه خدمتګار! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ملا، د ټولنې بې عوضه خدمتګار! – افغان وطن

لیکنه: خامل وردګ.

د ما د آبلې ورځنۍ لیکنې په طُفیل، ځینو خلکو په ملایانو باندې د تېر په څېر یو ځل بیا هغه تکراري، مبتذل، ناکاره، بې کاره، خولو وهلي، ماذې له نورو اوریدلي او غیرشعوري اعتراضات مطرح کړل، چې هر وخت یې اکثره نا خلَفه او نمک حرامه شاګردان پخپل دې تاریخي استاذ او خدمتګار باندې کوي!! پداسې حال کې چې د ما غرض له ملا سره د عوامو د ناوړه چلند په اصلي وجوهانو رڼا اچول و؛ خو دوی په ډیرې بې انصافۍ سره ملا خوارکی د هرې تشې او عیب بنیاد وباله! نه پوهېږم اکثریت خلک ولې ملا ته داسې ډک دي چې د هر څه پړه بېخاره او بې واره په ملایانو ور اچوي؟! د ټولنې دې رایګان خدمتګار خدازده له دې خلکو سره څه بد کړي چې داسې ورته پاخه دي؟!

دا خو یې ونه ویل چې کور یې ودان او چارې یې ښې؛ ملا صاب خو موږ ته هېڅکله هم منې که تکلیف راکړی وي: چې په لومړۍ ورځ له کوره په درس پسې راووت، د کلي په جمات کې یې واړول. د جمات د حفاظت، مراقبت، نظافت، آذان او اقامت نه یې بېغمه کړو! نه یې په چا کار درلود او نه له چاسره جنحال! نه یې په چا احسان باراوه او نه یې د خیریوسي تمه ترې کوله! ټوله ورځ به سر ځړولی ناست و او هم سر ځړولی روان! هغه ډوډۍ چې په موږ یې درې وخته حجرې ته ور وړل فرض عین و، هغه تکلیف یې هم رانکړ، په هغه پسې هم خپله همدی درې وخته هرې دروازې ته ودرېد! بیا چې کله ملا شو نو بیا هم د موږ د ژوند د یو مهم او نه بېلیدونکې اړخ(دین) په برخه کې له موږ سره په څنګ کې پاته شو! آن د پیدایښت په اوله ورځ یې راته په غوږ کې د الستُ پیمان تازه کړ؛ تر څو د دنیا په رنګینیو کې د شیطانت، نفسانیت او غفلت د منګولو ښکار نشم! بیا چې لږ راغټ شوم نو له خپل رب سره د تړاو یوازنۍ رسۍ(قرآن) ته یې هم کېنولم! آمنتُ بالله، ایمان مفصَّل او مجمل یې هم راوښودل! مور او خور یې را وپېژندل! د والدینو په حق او د مشرانو په ادب یې پوی هم کړم! د ډوډۍ په خوراک، تشناب، استنجاء، اوداسه او لمانځه یې هم سر را خلاص کړ! هره ورځ مې په پوره پابندۍ سره پنځه وخته لمانځه ته هم حاضر شو! پدې ټولو کارونو یې بیا هم د ما د خدمت تنده ماته نشوه او تل مې په هره خوښۍ او غمرازۍ کې په پوره دلچسپۍ سره هم شریک شو! د نکاح په تړلو یې راته ښځې حلالې او د جنازې په کولو یې راته مړي وبښل! د موږ تر منځ یې شخړې او دعوې پخپلو فیصلو باندې ختمې کړې! دا خو یې دا.

او چې هر کله راباندې کوم دښمن یرغل راوړ، ملا بیاهم یوازې پرې نښوم او د فتوا په راکولو یې زما د خپل مرګ او د ما په لاس د نورو د وژلو، ټوله اُخروي پړه هم په غاړه واخیسته! او بیا مې دی تر مخ او زه یې له شانه، په ځان پسې کړم! ځان یې شهید، زخمي، بندي او تري تم کړ؛ خو زه یې خوندي، ژوندی او آزاد کړم! خو ما هېڅکله دا فکر ونکړ چې ما د دې همیشني، هرکاره، مفته کالذي خادم سره څه وکړل؟! مایې کوم خدمت وکړ؟! پداسې حال کې چې ده خپل ټول ژوند زما لپاره وقف کړ، خو آیا مایې د ژوند کوم حاجت په بې منتۍ سره پوره کړ؟! آیا دا یوه د ریشخندۍ تنخوا او نیم منی مزد_او هغه هم له شلو منتو سره_ د ده د دې سترو خدمتونو نعم البدل کېدیشي؟! ما خو آن خپل لړلی اودس او په هفته کې یو څو دانې کنډُکپر لمنځونه هم پده باندې خپل احسان وباله؛ خو د ده د واقعي احساناتو او حقوقو په اړه مې کله هم دا خپل له خوسا مغزو ډک سر، خپل ګرېوان ته ښکته کړ؟! دا مې دې هېڅ نه وای کړي، کم له کمه مې تش په خوله باندې خیرسوسی ورته ووې؟! دا مې دې هم نه وای کړي، کم له کمه مې دا خپله مرداره خوله، د ده له رټلو، عیب پلټلو، غیبت کولو او مجروحولو نه را بنده کړه؟!

زه د ټولو ملایانو په نمایندګۍ، داسې خلکو ته وایم: لکه څنګه مو چې ځان در بښلی همداسې مو ټول حقوق هم دربښلي! بلا مو پدا مردارو روپیو شه چې تاسې یې موږ ته راکوئ! خپلې خېټې او بچي مو پرې وپړسوئ! خو دا یو خواهش مو ومنئ چې سپکې سپورې راپسې مه وایاست! دا مه وایاست چې ملا هېڅ ندي کړي! دا مه وایاست چې ملا یانو سخته کراره وخوړه! دا مه وایاست چې ملا د عوامو په روزلو کې تقصیر کړی! دا مه وایاست چې ملا مو انقلابي ندی! دا مه وایاست چې ملا یوازې زکاتونو او سرسایو ته پروت او نور مرام نلري!

موږ هر څه کړي او کووو یې! د موږ په مټو کې د هر دنیاوي روزګار انرژي شته! موږ امامت ته د خیټې لپاره نه؛ بلکې د یو مقدس وراثت په حیث کار ویلی! دا دین چې د سوونو کالو له تېریدو باوجود، داسې تازه، ژوندی، شوخ او مست دی، دا د موږ برکت دی! دا ته چې خپله خور او مور له ښځې پېژنې دا د ما برکت دی! او ګوره تاته د خپلې … پاکولو او مینځلو چل هم ما در ښودلی! موږ اول درجه انقلابیون یو؛ ما که آبله ورځ ته، ستا خور، مور، ښځه، حیاء، عزت، دین او وطن له انکرېزانو نه وساتل، همدغسې پرون هم ستاسو لپاره ستاسو په مخکې د ۱۸ شوروي ملکونو تاړاک ته ودرېدم!! لا خو مې دمه هوسا نه وه چې ۵۲طاقتونو ته مې بیا ستا د حفاظت لپاره خپله سینه سپر کړه!

تاسې خواران دومره سر ناخلاصه، سرسام، ګنګس او نا خبره یاست چې دې ته مو هم لا ندی پام چې هغه تېر تاریخونه خو پرېږده، دا د سر په سترګو یې چې وینو، دا اوسنی انقلاب او جهاد چا پیل، رهبري او د کامیابۍ تر ګودره ورساوه؟! ملا چې نور هېڅ هم نه وي کړي، دا یکي یوه کارنامه یې آیا د هېرېدلو ده چې پدې شتمنه، عیاشه، فحاشه او د خوندونو په پېړۍ کې یې د طالب په نوم_د خپل ځان په څېر_ داسې یو رایګان، راستمن او باایثاره عسکر روزلی چې ته ټوله شپه کرار له خپلې عورتې سره لوڅه… پروت یې خو دی د بنګنو تر بنګار او د چاپې تر ډار لاندې، ستا لپاره ستا په کلي کې پیره کوي؟!! ستا د ناموس او مال د حفاظت لپاره ستا په کلي کې ټوله شپه بغیر له تنخوا نه، په یخه هوا کې ګزمې کوي؟!!

او دېته مو هم پام وي چې همدا طالب چې نن يې د سکاټ مېلر او خلیل زاد په څېر د زرګونو جنرالانو او ډپلوماتانو خوبونه تښتولي، همدا طالب سباته ستا د کلي هغه ملا صاب دی چې ته پرې د نورو ډېرو تر څنګ دا اعتراض هم کوې چې: ملا نو څه کړي؟! ملا خلکو ته د معاصر کفر اقسام کله ور ښودلي؟! ملا نو کله د فکرې جګړې په هکله عامه پوهاوي ته کار ویلی؟!
هآاای. رنګ دې لا د معاصر کفر له اقسامو سره ورک شه…!!
بلا دې په دا “فکري پوهنه” شه چې تا را پیدا کړې..!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *