زابل کې پولیسو خپل اته ملګري وژلي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

زابل کې پولیسو خپل اته ملګري وژلي دي – افغان وطن

د زابل ولایت څخه راپورونه وایي چې تیره شپه ددغه ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې ۷ تنو پولیسو د خپلې پوستې اته تنه ملګري وژلي دي

د زابل دولتي چارواکو ویلي چې د شهرصفا ولسوالۍ د خادو د پوستې ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور نادرکه شوي دي

بل لور ته وسلوالو طالبانو ویلي چې د شهرصفا ولسوالۍ کې ددوی ۷ تنو نفوذي ملګرو چې د پولیسو په لیکو کې شامل شوي وو بیګا شپه د یوې پوستې اته تنه پولیس وژلي او برید ګر له ۱۹ میله اسلحو او مهماتو سره بیر ته د طالبانو لیکو ته ورغلي دي

طالب ویاند زیاته کړې چې ددوی زیات شمیر نفوذي ملګري د دښمن لیکو ته داخل شوي چې د وخت په تقاضا سره سم په داخلي او بهرنیو ځواکونو بریدونه تر سره کړي

دا لومړی ځل نه ده چې ددولتي سرتیرو په پوستو کې دا رنګه نفوذي بریدونه تر سره کیږي بلکه تر دې وړاندې هم ورته بریدونه تر سره شوي او د افغان سرتیرو علاوه د دولت لوړپوړي چارواکي یې هم په نښه کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *