طالبانو د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالي د مرکز نیولو خبر ورکړو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالي د مرکز نیولو خبر ورکړو – افغان وطن

وسلوالو طالبانو نن سهار په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي چې ددوی ملګرو د بدخشان ولایت د ارغنجخوا ولسوالۍ مرکز او ددغې ولسوالۍ د ملي امنیت ودانۍ نیولې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تیره ورځ یې د یوې سختې جګړې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ مرکز او د ملي امنیت ریاست او شپږ دفاعي پوستې له افغان ځواکونو څخه نیولي دي

طالبانو په دغه جګړه کې د قومندان ظابط ذبیح په شمول د پنځو سرتیرو د وژل کیدو او د څلورو تنو د ټپي کیدو او یو تن د ژوندي نیول کیدو سربیره د زیاته اندازه وسلو او تجهیزاتو د نیولو خبر هم ورکړی ده

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې په دغه جګړه کې ددوی دوه تنه ملګري هم وژل شوي دي

تر اوسه افغان دولت او د بدخشان ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې یو لور ته وسلوالو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او بل لور ته افغان دولت د خالد په نوم عملیات اعلان کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *