د اولاد تعلیم، تربیه او یوه اړینه مشوره! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د اولاد تعلیم، تربیه او یوه اړینه مشوره! – افغان وطن

لیکوال: عبد الصمد شاکر

الله تعالی په انسان باندې بېشمېره نعمتونه کړي دي، له دغه نعمتونو څخه یو اولاد هم دی، له نکاح څخه وروسته سړی او ښځه دواړه غواړي، چې اولاد باید ولري او د همدې لپاره الله ته زارۍ کوي او دوعاګانې کوي. الله جل جلاله، چې چاته اوغواړي؛ نو په همدغه نعمت یې او نازوي، چاته ځامن ورکړي، چاته لورګانې او چاته بیا دواړه ورکړي؛ البته ځینو ته بیا د خپل کوم حکمت په وجه اولاد بیخي ورنه کړي او شنډ یې کړي، لکه الله جل جلاله په قران کریم کې فرمایي: «یهب لمن یشاء اناثاً ویهب لمن یشاء الذکور+ او یزوجهم ذکراناً و اناثاً ویجعل من یشاء عقیماً“. یعنې: چاته یې، چې خوښه شي لوڼي ورکوي او چاته یې، چې خوښه شي زامن ورکوي او چاته یې، چې خوښه شي زامن او لوڼي دواړه ورکوي او چاته یې ، چې خوښه شي شنډوي یي. (الشوری:۴۹ــ ۵۰).

شریعت د اولاد په اړوند په مور او پلار باندې ځینې مسئولیتونه لازم کړي دي، الله پاک فرمايي: « یا ایها الذین امنوا قوا انفسکم و اهلیکم نارا» یعني: اې مؤمنانو! خپل ځانوونه ، خپل اولاد او کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ». (التحریم:۶). په دغه ایت کې الله جل جلاله خپل طرفته د انسان توجه اړول غواړي او په څومره مینه ناکه توګه انسان ته خطاب کوي « اې مؤمنانو!» مانا دا، چې الله جل جلاله انسان ته هغه اړیکه وریادوي، چې د بنده او د هغه د رب تر منځ وي، چې هغه اړیکه د ایمان ده، له هغې نه وروسته بیا فرمایي: « خپل ځانونه ، خپل اولاد او کورنۍ د جهنم له اور څخه وژغورئ» ښه دغه اور به څه ډول وي؛ نو د هغه صفت بیانوي، «چې د سون مواد به یې انسانان او تیږي وي، پر هغه به غوصه ناکې ، سخت زړې پرښتې څارونکې وي، چې هيڅکله به د الله جل جلاله له حکم څخه سزرنه غړوي او هر امر ، چې ورته کیږي، هغه به په ځای راوړي.

له دغه ایت څخه څرګنده شوه، چې د قیامت د کامیابۍ تر لاسه کولو لپاره یوازې د خپل ځان د اصلاح فکر کول او خپله نیک عمل کول بسنه نه کوي؛ ځکه که چیرې دا کافي وی؛ نو بیا به الله جل جلاله دومره ویلي وو، چې خپل ځانونه د جهنم له اور څخه وساتئ؛ خو وړاندې یې د « واهلیکم» لفظ هم ور سره ویلی دی، چې خپل اهل او کورنۍ هم وساتئ.
زموږ په ټولنه کې دا خبره عامه ده او د هر سړي په خوله کې همدا خبره ده، چې د هر چا قبر بیل دی، زه به خپل قبر ته ځم، ورور به مې خپل، بچیان به مې خپلو قبرونو ته ځي او داسې هر یو به بیل ـ بیل قبرونو ته ځو؛ نو ولې د هغوی لپاره خپل ځان په اور کینوم ، د خپل ځان غم به اوخورم او چې خپل ځان سم کړم؛ نو دا تر ټولو ستره کمیابي ده، په دې توګه کله ، چې هغوی ګوري؛ نودوی په ظاهره د دیندارۍ اهتمام هم کوي، پخپله لمونځ، روژه او نوافل ادا کوي او خپل ځان د منکراتو څخه هم ساتي؛ خو کورنۍ ماحول او د بچیانو د کار کردګي یې له دوی او د کورنۍ له مشر سره ټول په ټوله مخالفه وي، چې له دې څخه معلومیږي، چې دوی خپل مسئولیتونه سم نه دي ترسره کړي، چې لازمي پایله یې د پلارانو او بچیانو تر منځ مخالفت دی؛ نو لهذا په دغه معامله باندې غور کول په کار دي.

دلته یوه بله خبره، چې خلګ یې کوي هغه دا، چې موږ تر خپل وسه پورې کوښښ وکړ؛ خو موږ څه وکړو اولاد مو بیخي خبره نه مني؟ دا د منلو وړ نه ده؛ ځکه زه دوی ته وایم ، چي په قران کریم کې د «نار» یعنې د اور لفظ یادونه شوې ده، تاسې لږ سوچ وکړئ کله، چې یو سخت اور بلیږي او ستاسې بچیان د هغه اور لوري ته روان وي او په کې غورځیدل غواړي؛ نو ایا تاسې به هغوی ته اجازه ورکړئ، چې هغه اور ته ور ګډ شي او که په بشپړه توګه به یې مخالفت وکړی؟ ایا هغه وخت به دا خبره وکړئ، چې موږ کوښښ وکړ؛ خو زموږ خبره یې نه منله؟ ایا دا خبرې به برداشت کړای شئ؟ معلومه خبره ده، چې دا یو کار هم نشئ برداشت کولی؛ ښه نو، چې کله د دې دونیا اور مو په دوی نه دی پیرزو؛ نو د جهنم اور له دغه اور څخه اویا ځله سخت دی؛ نو د هغه اور څخه یې باید په ډېر اصرار سره وساتئ او دا بهانې و نه کړئ. هو! سمه ده که چیرې والدینو د خپل توان پورې کوښښ کړی وي؛ نو د الله جل جلاله په وړاندې یې غاړه خلاصیږي؛ خو کله ؟ تر څومره پورې د هغوی توان وو؟ ایا روښتیا هم د هغوی همدومره توان وو؟ دغه ډول پوښتنې هر چاته پخپه ښې ور معلومیدلی شي.

د اولاد د عقیدې، اعمالو، اخلاقو، تعلیم او تریبې ته فکر کول تر ټولو ډېر اړین دي، د عقایدو تړاو له ایمان سره دی، د اعمالو تعلق له اسلام سره دی، ولې د اخلاقو تعلق له دین سره دی، په قران کریم کې راځي، چې پخواني انبیاء علیهم السلام هم د خپلو اولادونو په فکر کې وو، حضرت یعقوب علیه السلام د خپل اولاد د دین په فکر کې وه؛ نو د خپلو بچیانو څخه یې په سوالیه ډول وپوښتل: ” ما تعبدون من بعدی“ یعنې: بچیانو! زما وروسته به تاسو د چا بندګي کوئ؟ (البقره:۱۳۳) دا د اولاد د دین فکر دی. دا ډول حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت یعقوب علیه السلام هم خپلو- خپلو اولادونو ته وصیت وکړ: ”یبنی ان الله اصطفی لکم الدین فلاتموتن الا وانتم مسلمون “ یعنې: بچیانو! الله تعالی تاسو ته دغه دین (اسلام) غوره کړی دی، له همدې امله تر مرګه پورې مسلمانان پاتې شئ. (البقره: ۱۳۲) د حضرت اسماعیل علیه السلام د خپل اولاد په هکله د غه ایات کریمه چې: ،، وکان یأمر اهله بالصلوة والزکوة،، یعنې : هغه خپلې کورنۍ ته د لمانځه او زکات حکم کاوه. (مریم:۵۵)

پورته ټول د دې خبرې ثبوت دی، چې پخوانیو پېغمبرانو علیهم السلام د خپلو اولادونو د دیني روزنې غم خوړ او تل به ورته فکر مند وو؛ خو! نن ورځ بیا ډېری مسمانان خپلو اولادونو ته د نیکو خبرو حکم نه کوي، د خپلو بچیانو او لورګانو د خوشالولو لپاره د دین او شریعت هیڅ پروا نه کوي؛ بلکې د دې بر خلاف د هغوی ناروا خواهشات هم ور پوره کوي او الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم خفه کوي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هر انسان په یوه درجه کې مسئول ګڼلی او فرمایلي دي: ”کلکم راعٍ وکلکم مسئول عن رعیته“. یعنې ستاسې څخه هر یو څارونکی (مسئول) دی او د هر یو څخه به د هغه د ماتحتو په هکله پوښتنه کیږي.

نن ورځ، چې په ټولنه د بې دینۍ سیلابونه راغلي دي، د مسلمانانو د اولادونو د عقایدو د له منځه وړلو لپاره په یوه او بله طریقه کوښښونه روان دي، د هغوی اخلاق، کارونه او په ټوله کې د هغوی د ژوند هر اړخ په ټولیزه توګه د ورتباه کولو لپاره ډول – ډول پلانونه په کار اچول شوي دي او مسلمان د یو مسلمان او یو پلار په حیث د دې بربادونکو حالاتو فکر هم نه کوي؛ نو زه د یو مسلمان په حیث د خپلې ټولنې په ټولو هغه اقشارو ، چې د دغه ټولنې د رهبرۍ واګي یې په لاسونو کې دي غږ کوم، تر څو دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، کنه نو لرې نه ده، چې بیا به داسې یو وخت راغلی وي، چې د ټول نسل له منځه وړل به هم در ته ګټه ونه رسوي او په اخر کې یوه مشوره وړاندې کوم.

مشوره ! که چیرې د مساجدو امامانو ته لومړی په دې اړوند مواد برابر شي او بیا د سیمنار په ډول هغوی ته توضیع او ور کړل شي، له هغې وروسته د ټول هیواد په سطحه په یو وخت د مکاتبو د رخصتیو په ورځو او شپو کې (۲۵ورځنی پروګرام) په جوماتونو کې په کار واچول شي؛ نو زما په فکر سربېره پر دې، چې د دوی روزنه به مو تر سره کړې وي؛ بلکې له دې سره- سره به مو خپل مسئولیت هم ادا کړی وي.

د یاد پروګرام ګټې:
لومړی: په دغه پروګرام کې به ماشومانو ته ټول هغه شرعي مسائل او نور دیني معلومات ور ښودل شوي وي، چې هغه نه تنها د دغه ټولنې دیني ضرورتونه دي؛ بلکې د دغه ټولنې په فرایضو کې هم داخل دي.

دوهم: یاد پروګرام، چې زموږ په خپل مذهبي مرکز ( مسجد) کې به تر سره کیږي، په دې توګه به د ماشومانو دیني او مذهبي شعور هم را بیدار شي او له دیني مراکزو سره به یې مینه او یو ډول تړاو لرلی وي.

درېيم: که هغوی ته د یو داسې بشپړ پروګرام له لارې څخه دیني واجبات، فرایض او نیک اعمال ور ترجمه کړل شي، ور زده کړل او ورته روښانه کړل شي؛ نو کیدلی شي، چې د هغوی عملي کول به یې عادت هم اوګرزیږي.

څلورم: د قرآن کریم د سم تلفظ کولو لپاره او د لمانځه د سمې زده کړې لپاره که په هغوی عملي تمرین وکړل شي؛ نو په دې توګه هغوی له قرآن او لمانځه سره مینه پیدا کوي او د متدین او اسلامپال ځوان په توګه به ټولنې ته وړاندې شي.

پنځم: د یاد پروګرام په وخت کې تر ډېره برېده دوی په مسجد کې ساتل کیږي، چې ان شاء الله د دغه (۲۵ ورځو) لپاره په مسجد کې اوسیدل، دیني خبرې اوریدل او یو بل ته دیني خبرې او توصیې کول د هغوی په طبیعت او مزاج کې فطري بدلون رواستلی شي او له دین سره یې مینه را ټوکولی شي.

شپږم: ماشومان مو له ښکلي مجلس، دیني او صفا ماحول سره یو ځای کیږي، چې دا هم یو لوی نعمت دی، په دې ډول، چې په مجلس او ماحول کې زیات اغیز پروت دی او د نیکانو په مجلس کې؛ خو بیا داسې اغیز پروت دی، چې په غیر ارادي توګه انسان د هغوی د مجلس څخه تاثیر اخلي.

اووم: د ماشومانو لپاره د مسجد ماحول د ټولو فضولیاتو، لغویاتو او ګناهونو څخه د ساتنې یوه وسیله ده او په دې توګه به مو یو خوا خپل ماشوم له ټولو ناوړه کارونه څخه ژغورلی وي له بلې خوا به مو هغه ته یو څه ور زده کړې هم وي.

بهر حال د مکاتبو، لیسو او نورو ادارو د زده کړیلانو لپاره داسې یو ( ۲۵ ورځنی دیني، اخلاقي او تربیتي پروګرام) جوړول تر ټولو زیات اړین دی او زموږ د راتلونکي نسل د راتلونکې لپاره خورا ګټور تمامیدلای شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *