د زابل سیوري ولسوالۍ طالبانو ونیوله – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د زابل سیوري ولسوالۍ طالبانو ونیوله – افغان وطن

وسلوال طالبان وایی چې تیره شپه ددوی ملګرو د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د یو وسلوال برید په ترڅ کې نیولې ده

طالبانو په یوه تازه خبر کې ویلي چې بیګاه شپه درې بجې ددوی ملګري له یوې سختې جګړې وروسته یادې ولسوالۍ ته ننوتلي

طالبانو په دغه جګړه کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه جزيات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه افغان دولت د یادې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه ویلي دي

دا د ژمي په یخ موسم کې دوهمه ولسوالۍ ده چې وسلوال طالبان یې د افغان دولت له کنتروله باسي

تر دې وړاندې د قندهار ولایت د معروف ولسوالۍ هم وسلوالو طالبانو نیولې وه

سږکال طالبانو د پسرلي له رارسیدو مخکې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په لږ وخت کې یې زیاتې سیمې له افغان دولت څخه نیولي او په سلګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

وسلوالو طالبانو د سیوري ولسوالۍ په داسې مهال نیولې چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد افغان سرتیرو ته د سختو بریدونو امر ورکړو او د طالبانو پر ضد یې الخالد په نوم عملیات اعلان کړل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *