نیویارک‌ ټایمز: د ګوانتانامو د بندیانو او امریکا مخامخ خبري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

نیویارک‌ ټایمز: د ګوانتانامو د بندیانو او امریکا مخامخ خبري – افغان وطن

کله چي په ۲۰۰۱ کي متحده ایالاتو افغانستان اشغال کړ، حتی هغه طالبان چي تسلیم هم سول، د هغوی سره هم د تروریساتو په څېر چلن وسو. اکثره يې بندیان سول. په سرونو يې توري کڅوړي ور واغوستل سوې، او د ګوانتانامو محبس ته واستول سول.

نیویارک ټایمز د مارچ پر ۲۶ لیکي مګر نن سبا د ګوانتانامو د زندان پنځه پخواني طالب بندیان په قطر کي د سولي په مذاکراتو کي برخه لري. د امریکايي مرکه چیانو په مقابل کي ناست وي، او د امریکايي عسکرو د خروج په باره کي بحث کوي. ملا خیر الله خیر خواه وايي،«کله چي موږ په ګوانتانامو کي وو، موږ دا باور لاره چي هلته غیر عادلانه وړل سوي یو، او موږ به یو ورځ خامخا آزادېږو. خو دا مي هیڅکله په دماغ کي نه راګرځېدله چي یوه ورځ به زه د امریکایانو سره د خبرو پر مېز ناست یم.»

نیویارک ټایمز لیکي همدې طالب مشرانو ۱۳ کاله د ګوانتانامو په محبس کي بند کاټ‌ کړی دی. د قطر په خبرو کي، عموما طالب استازو کله نا کله احساساتي ویناوي کولې، او د امریکايي قواو پر وتلو يې ټینګار کاوه. د همدې خبرو په جریان کي، همدا پنځه تنه طالب مشران زیات احساساتي نه ول.

اخبار لیکي پدې بندیان کي ملا فاضل مظلوم په بد او ظالم شهرت مشهور وو. په ګوانتانامو کي ملا مظلوم په خپله دفاعیه کي ویلي ول،«په تېرو ۲۵ کالو کي، د افغانستان په هر کلي، ښار، ولایت، او قوم کي کور په کور جنګ وو. که چیري تاسي فکر کوي چي دا یو جنایت دی، نو بیا هر افغان باید بندي سي، او دلته راوستل سي.» ملا مظلوم ویلي ول،«ما هیڅکله د نوي حکومت پرخلاف جنګ نه دی کړی، ما هیڅکله د امریکا پر ضد جنګ نه دی کړی.»

د ګوانتانامو سوابق او ریکاډ‌ ښيي چي ملا خیر الله خیر خواه به په جېل کي غالمغال کاوه. وخت نا وخت به يې د ډوډۍ خوړولو څخه انکار کاوه. هم يې د ځان وژولو کوښښ کاوه، او هم يې نور بندیان خود کشي ته هڅول. خو ملا خیر خواه وايي،«ما ته يې د ډوډۍ خوړولو لپاره کاچوغه نه راکوله، او نه يې هم نورو قیدیانو ته ورکوله. کله چي ما له هغوی څخه د سبب پوښتنه وکړه، هغوی راته وویل چي ته غواړې ځان ووژنې، او نور هم خود کشي ته هڅوې.»

نیویارک‌ ټایمز لیکي اکثره طالب بندیان تر تسلیمېدو راوروسته ګوانتانامو ته واستول سول. ځینو يې حتی د نوي حکومت سره همکاري کوله، خو بیا هم امریکایانو بندیان کړل. ملا خیر خواه خپل کلي ته ولاړ، او د حامد کرزي سره يې تماس ټینګ کړ، خو هغه د اسامه بن لادن په همکارۍ تورن سو. ملا خیر خواه دا تور ردوي. ملا مظلوم په شمال کي جنرال دوستم ته تسلیم سو،‌ خو دوستم هغه او ځیني نور ملګري يې امریکایانو ته تسلیم کړل، او په زرهاوو نور يې قتل کړل.

د قطر په مذاکراتو کي، امریکايي قومندان جنرال میلر هم برخه اخیستې وه. د دې مذاکراتو د ځینو ګډونوالو په حواله، جنرال میلر طالب مشرانو ته وویلي ول چي د جنګیالو په حیث احترام ورته لري، خو دا جنګ باید ختم سي. دغه راز، جنرال میلر د داعش سره پر ګډ جنګ باندي ټینګار کړی وو. هغه ویلي ول،«موږ کولای سو چي د یو بل پر ضد جنګ ته دوام ورکړو،‌او یو بل ووژنو. خو موږ دا هم کولای سو چي په ګډه د داعش وژولو ته ملا وتړو.»

ملا خیر خواه وايي که څه هم دا ځل دواړه طرفونه نهايي موافقې ته سره و نه رسېدل، خو دواړه خواوي ګډي ګټي لري، او هغه د جنګ ختمول دي. هغه علاوه کړه،«دا یو اوږد جنګ دی. ډېر زیات تخریب او مرګ ژوبله په کښې سوې ده. څه چي ما ته امید راکوي هغه دا چي دواړه ټیمونه د دې مسلې سره جدي برخورد کوي. پر هري موضوع باندي خبري جدي وي،‌ او همدا ما هیلمن کوي چي موږ به یوه لاره پیدا کړو. خو پدې شرط چي وران کاران او سبوتاژ کاران لیري وساتل سي.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *