ترکیه کې د کشتۍ ډوبیدو له امله څلور افغان کډوال وژل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ترکیه کې د کشتۍ ډوبیدو له امله څلور افغان کډوال وژل شوي – افغان وطن

د ترکي رسنیو د خبر په حواله ددغه هیواد په شمال کې د یوې کشتۍ د ډوبیدو له امله څلور تنه افغان کډوال وژل شوي او د ایراني کډوالو په شمول ۱۱ تنه ژغورل شوي دي

ترکي چارواکو ویلي، چې په دغه پېښه کې د دریو ښځو او یو ماشوم په شمول څلور تنه افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ترکي چارواکو زیاته کړې چې دا کښتۍ تېره ورځ د ترکیې د هیواد په شمالي برخه کې ډوبه شوې ده.

د ترکيې هیواد د ژغورنې ډلې ویلي چې دوی د عملیاتو په نتیجه کې ۱۱ تنه ایراني او افغان کډوال ژغورلي دي

د ترکي چارواکو په وینا دغو افغان او ایراني کډوالو چې شمیر یې پنځلس تنه وو غوښتل یې چې د سمندر له لارې په قاچاقي توګه اروپا ته لاړ شي چې کیشتۍ یې په سمندر کې چپه شوې ده

په دې ورستیو کلونو کې په لسګونو زره افغانانو د ناامنیو او بې روزګاریو له امله اروپا ته مخه کړې ده او له ډیر خطرناکو لارو څخه تیریږي او ځانونه اروپا ته رسوي چې ګڼ شمیر کسانو یې د اروپا په ځنګلونو او یا سمندر کې خپل ژوند بایللی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *