جان بس: د کرکیټ فکر په سیاست کې کار نه ورکوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

جان بس: د کرکیټ فکر په سیاست کې کار نه ورکوي – افغان وطن

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ورستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې د کریکټ فکر په سیاست کې کار نه ورکوي او دا دواړه جلا فکرونه غواړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له خبریالانو سره په مرکه کې یو ځل بیا ویلي وو چې په افغانستان کې یواځې موقت حکومت کولی شي سولې ته لاره هواره کړي

د عمران خان دغو خبرو افغان دولت په غصه کړی او په وړاندې یې توند غبرګون ښودلی

تېره ورځ افغان حکومت د عمران خان له دې څرګندونو وروسته په اسلام اباد کې خپل سفیر شکرالله عاطف مشعل هم کابل ته راوغوښت او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال هم احضار کړی و.

په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر کسانو د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده

خو د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویلي چې د لومړي وزیر عمران خان خبرې په رسنیو کې غلطې تعبیر شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *