امریکایي چارواکي له هغې غونډې ووتل چې حمدالله محب پکې موجود وو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکایي چارواکي له هغې غونډې ووتل چې حمدالله محب پکې موجود وو – افغان وطن

نن په ارګ کې د امریکایي او افغان چارواکو یوه ګډه غونډه درلودله چې حمدالله محب هم پکې حضور لاره

یادې غونډې ته د ناټو استازي هم بلل شوي وو

طلوع نیوز ته یوې باوري سرچینې ویلي چې کله امریکایي چارواکو په غونډه کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ولیده امریکایي چارواکي له غونډې ووتل

د امریکا او محب تر منځ د دوستۍ اړیکې هغه وخت په دښمني بدلې شوې کله چې حمدالله محب په واشنګټن کې خبریالانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه شکایت وکړو

محب خلیلزاد باندې تور ولګاوو چې نوموړی غواړي په افغانستان کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي او سرپرستي یې خلیلزاد په غاړه واخلي

وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوموړی احضار کړو او په خلیلزاد لفظي برید یې د امریکا په خارجه وزارت برید وباله

د امریکا متحده ایالاتو هغه وخت په محب د امریکا د سفر بندیز هم ولګاوو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *