په افغانستان کي د امریکا د سفیر ښاغلي بس نوی ټویټ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په افغانستان کي د امریکا د سفیر ښاغلي بس نوی ټویټ – افغان وطن

ما نن د افغان پریس سره وکتل، او هغوی ته مي د سولي د پروسې په هکله د متحده ایالاتو ملاتړ بیان او توضیح کړ. افغانان د دې حق لري چي د سولي په اړه خپله فیصله او انتخاب وکړي. هغوی دا حق لري چي پدې برخه کي چیري مصلحت وکړي، او یا چیري سازش و نه کړي. هغوی دا حق هم لري چي څرنګه خپل خپلمینځني اختلافات خپله فیصله کاندي.

د افغانستان د کشالې دایمي حل یوازي افغانان کولای سي او بس. په دوحه کي د طالبانو سره په خبرو کي د امریکا مرکه چیان نه د افغان حکومت نماینده ګان دي، او نه هم د افغان ولس استازیتوب کوي.

خلیلزاد لګیا دی چي د افغانانو لپاره داسي یو فرصت برابر کړي چي همدا مسایل په خپله حل کړي، ځکه دا موضوعات یوازي او یوازي افغانان فیصله کولای سي. موږ د دې خبرو مثبتو نتایجو ته په بې صبرۍ انتظار باسو، او موږ غواړو چي د افغانانو خپلمینځي ډایالوګ ژر تر ژره شروع سي، ځکه ټول افغانان سولي ته سوځنده تنده لري.

له سیاسي روغي جوړي څخه زموږ اساسي هدف دا دی چي د افغان کشاله داسي فیصله سي چي د افغانانو د قربانیو سره اړخ ولګوي، داسي سیاسي مصالحه چي د افغانانو ۱۷ کلني لاسته راوړني وساتي. افغانان غواړي چي پرمختګ وکړي، او پر هغو ترقیاتو باندي نور اوچت ګامونه واخلي چي هغوی همدااوس تر لاسه کړي دي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *