مطالعه څنګه … کله … او چیرته ؟؟/ وروستۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

مطالعه څنګه … کله … او چیرته ؟؟/ وروستۍ برخه – افغان وطن

مطالعه

لیکوال: عبدالصمد شاکر

په تېرو پنځو برخو کې مو د مطالعې د طريقې، ډول، د موادو، وخت او ځای د انتخاب او همدا شان د مطالعې پر اهمیت، اغیز او ګټو د بيلابيلو علماؤ، ليکوالانو، پوهانو او ماهرينو توصیې، لنډې اغیزمنې جملې او تجربې وړاندې کړې، په دغه برخه کې د مطالعې پر نچوړ خبرې کوو.

د مطالعې نچوړ
د مطالعې سره ـ سره د هغې د نچوړ په ذهن کې د کينولو تدبیر هم ضروري دی؛ ځکه د علم او معلوماتو مثال داسې دي لکه ښکار؛ نو د هغه یو ناڅاپي نیول په کار وي. امام شافعی رحمه الله فرمايي: علم د ښکار په څیر دی، هغه په لیکلو سره په قفس کې بندي کړئ.

له همدې امله د مطالعې په وخت کې قلم او کتابچه له ځان سره کیښول او د ځينې خاص ـ خاص خبرو نوټول په کار دي؛ ولې کیدای شي، چې کوم وخت بیا د کوم څه ضرورت محسوس کړئ او هغه به نشی تر لاسه کولاى؛ ځکه ښايي، چې بیا به یا ستاسو له ذهن څخه خبره بيخي وتلې وي او یا خو به مو په یاد وي؛ خو حواله به مو په ذهن کې نه وي.

دوکتور جاوید ليکي: د يادښت وړ خبرې موږ بايد د مطالعې پر وخت معلومه کړو، د کتابونو مهم ځايونه په نښه کړو او د کتاب پر شا باندې یې په خالي ورقو باندې او یا د کوم بل خالي کاغذ په ټکړه باندې نوټ کړو. دا ډول دوکتور احمد سجاد ليکلي: د ځینو صفحو د نمبرونو لیکل باید خپل عادت وګرځو او د مطالعې سره یوځای په ځینو کتابونو باندې په لنډه توګه تبصره لیکل هم کوم بد عادت نه دي. لنډه دا چې د مطالعې نچوړ، چې په کوم ډول ذهن نشین شي ښه به وي او دا یو مهم عنصر دی.

په دې هکله نعیم صديقي لیکي: زما ذهني ساخت داسې جوړ شوی دی، چې زه د مطالعې نچوړ په ذهن کې وغورځوم؛ نو زما په ذهن کې په هغه باندې د غور او فکر داسي بحث پیل شي چې په ناسته او ولاړه، خوراک او څښاک ټولو کې جاري وي تر دې چې زما په خیال باندې مثبت او یا منفي اثر وغورځوي.

له دې څخه معلومه شوه، چې له مطالعې وروسته د هغې نچوړ ذهن نشین کول هم اړین دي؛ ځکه چې بیا مطالعه کومه ګټه نه کوي او خبره بې نتيجې کیږي. دا ډول د مطالعې پر وخت، چې ښه کتابونه، ارامه فضا، مناسب ځای، طبعي روڼا او د وخت تنظيم څومره اړین دي همدومره د خپلې روغتیا خیال ساتل هم اړین دي.

د خپلواک او علم پروره افغانستان په هیله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *