د پالکو روغتيايي ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د پالکو روغتيايي ګټې – افغان وطن

پالک یو داسې خوراک دی، چې د نړيوالو هیوادونو تر څنګ زموږ په ګران هيواد کې هم ډېر خلک ورسره مینه لري او کاروي.

روغتيا پالان وايي، چې پاخه پالک پخپل ترکیب کې د معدني موادو تر څنګ زیات شمېر ويټامينونه هم لري، چې د انسان د روغتیا لپاره زیاتې ګټې لري.

دوی وایې، پاخه پالک د نورو ګټو سربېره انسان له چغوالی او اضافي وازګو څخه ژغوري، چې دا چاره د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره تماميږي.

دوی دا هم ويلي، چې د پالکو په خوارک سره انسان کولای شي خپل اعصاب آرام کړي او ذهن صفا کړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *