هلمند: په دوو اونیو کې ۴۱ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هلمند: په دوو اونیو کې ۴۱ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي – افغان وطن

د هیواد له جنوب هلمند ولايت څخه راپورونه وايي، چې د روانو دوؤ اونیو په جریان کې په دغه ولایت کې يوڅلوېښت افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د یاد ولايت د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته منلي؛ چې په دغه ولایت کې د تیرو دوو اونیو په جریان کې ۴۱ تنه افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

نوموړي ويلي؛ چې یادو سرتیرو ته ډېره مرګ ژوبله په ګرشک او نادعلي کې اوښتي ده، چې نولس تنه یې وژل شوي او دوویشت نور یې ټپیان دي.

بلخوا طالبانو په بیا په دې ولايت کې افغان سرتیرو ته د زیاتې مرګ ژوبلې په ور اړولو سربېره له هغوی څخه د یو شمېر پوستو او فوځي مرکزونو د نيولو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو په بادغيس ولایت کې د يوې سختې جګړې په ترس کې ۵۸ تنه افغان سرتیري ژوندي ونیول، چې د خپل مشرتابه په امر یې بېرته د ښه نیت په پار خوشي کړل او د کرایې په ورکولو یې خپلو کورنیو ته رسولي وو.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *