روسي جنرالان خو په هلمند کې هم لیدل شوي وو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

روسي جنرالان خو په هلمند کې هم لیدل شوي وو – افغان وطن

حمزه عابد

دوه ورځې کیږي، په رسنیو کې اوازه خپره ده، چې په زابل کې له طالبانو سره روسي مشاورین لیدل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې داسې اوازې خپریږي بلکې څو ځله مخکې هم دېته ورته اوازې خپرې شوي خو کله دا روسي جنرالان پکتیاوال مجاهد وخیژي او کله هم د بي بي سي افغاني خبریالان

تقریباً دوه کاله وړاندې هلمند ولایت ته د بي بي سي خبریالان(اولیاء اطرافي، علي حسیني او کیمره مین) په داسې وخت کې راغلل، چې فقط یو څو ورځې مخکې اوازه خپره شوې وه، چې له طالبانو سره روسي مشاورین تاویږي راتاویږي

مازدیګر مو د منظرې لپاره له سنګینه د کجکي په لور رهي کړل. “سنګین، څاروان کلا، همداسې تر کجکي پورې دا ډیره ښکلې سیمه ده”. له خبریالانو سره یوځای د کجکي بازار ته ولاړو، هلته وګرځیدو، دوی هر یوه د تلفون او همداسې دا غټه کمره ګرځوله او د ځان لپاره یې مواد راټولول

انځو اخستونکی: حمزه عابد، د همدې منظرې په مازدیګر. هلمند، سنګین د رود غاړه
ق
د مازدیګر له لمانځلو وروسته مو د ماښام لمونځ د رود په غاړه وکړ او د ماخستن د ډوډۍ لپاره د یو حاجي کور ته ولاړو چې ماسپښین یې لا دعوت کړي وو

خبریالانو ته ډیر خلک راغلي وو، د بیټک مخته په اوږده برنډه مجلس شروع وو، د مجلس یو ګډونوال وویل چې په سیمه کې اوازه ده، چې له طالبانو سره روسي جنرالان راغلي وو او غټې غټې کیمرې ورسره وي، په سیمه یې ګرځول

موږ وخندل، اولیاء اطرافي ټوکه هم وکړه، چې له طالبانو سره د روسانو د لیدلو اوازه خو موږ نوره هم پخه او یقین ته ورسوله.

یوه مشر نظامي ملګري خبریالانو ته د دې پیښې په رڼا کې نورې دېته ورته اوازې همداسې دروغ ثابتې کړې او ویې ویل چې د داسې اوازو تر شا داسې یوه کیسه خامخا شته خو رسنۍ او خلک تاسو او همداسې نور افغانان په روسي مشاورینو تعبیروي

یو وخت په پکتیا کې هم یو روسی مشاور لیدل شوی وو، چې رسنیو ډیر په شد او مد سره دا خبر خپراوه خو حقیقت هغه وخت مالوم شو، کله چې الاماره سټوډیو ( پکتیاوال مجاهد که روسی مشاور؟) تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ او په اصطلاح دې روسي مشاور پخپله د ځان په اړه وضاحت ورکړ او هر څه یې دروغ ثابت کړل

نو که په زابل کې هم همداسې د هلمند او پکتیا غوندې روسي مشاورین لیدل شوي وي، موږ یې هېڅکله نشو ردولای

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *