د طالب العلم لپاره اداب/ لومړی برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د طالب العلم لپاره اداب/ لومړی برخه – افغان وطن

ليکوال: علامه ابو لیث ثمرقندي
ژباړه: عبدالصمد شاکر

ابو لیث ثمرقندي ـ رحمه الله ـ ويلي: تر ټولو لومړی هغه، چې یو طالب العلم ورته اړ دی، هغه د خپل نیت سمول دي، د دې لپاره، چې څه زده کوي؛ نو خپله هم ګټه ترې واخلي او نور یې هم له ده څخه په زده کولو کې ګټه تر لاسه کړي.

کله، چې طالب العلم د خپل نیت سمولو اراده وکا؛ نو دی اړ دی، چې څلور شیان مقصود وګرځوي: لومړى دا، چې د علم په زده کولو سره د هغه مقصد باید د جهل له منځه وړل وي؛ ځکه الله جل جلاله فرمایي: د دوى څخه پوښتنه وکړه: ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟.

دوهم دا، چې د طالب العلم به له دغه علم زده کولو څخه مقصد خلکو ته ګټه رسول وي؛ ځکه رسول الله ـ صلى الله علیه وسلم ـ فرمایي: غوره د خلکو هغه څوک دی، چې خلکو ته یې ګټه رسي.

درېیم دا، چې طالب العلم به د علم له زده کړې څخه مقصد د علم ژوندي کول وي؛ دا ځکه، چې که خلک د علم زده کړې ته شا وګرځوي؛ نو علم به له منځه لاړ شي، لکه څنګه، چې له رسول الله ـ صلى الله علیه وسلم ـ نه روایت را نقل شوی دی، فرمایي: تاسو مخکې له هغې، چې علم پورته شي، علم زده کړئ؛ البته د علم له منځه تګ په له منځه تللو د علماؤ کې دی، په دې مانا، چې بیا به علماء کرام نه وي تر څو، چې ورنه علم زده کړي.

او څلورم دا، چې د طالب العلم به د علم له زده کړې څخه مقصد په هغه باندې عمل کوي، نه دا، چې د خپل علم خلاف کارونه تر سره کوي؛ ځکه، چې علم اله ده لپاره د عمل او پرته له عمل د آلې طلب کول بې ګټې دي، دا ډول عمل پرته له علم بې ګټې دي. او چا ويلي دي، چې علم پرته له عمله وبال دی او عمل پرته له علمه ضلال دی.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *