د ارګمي (ارږمي) په وخت په خولې د لاس ایښودلو کې نکته – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د ارګمي (ارږمي) په وخت په خولې د لاس ایښودلو کې نکته – افغان وطن

لیکنه: نوراحمد شاکر

حضرت ابوهریرة له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې خدای پاک پرینجۍ کونکی انسان خوښوي او ارګمۍ ایستونکی انسان بد ګڼي، کله چې په تاسو کې یو کس وپرنجید او “الحمد لله” یې وویل په نور هغو باندې چې اوریدلی یې دی لازم دي چې “یرحمک الله” ووایي، ارګمۍ د شیطان لخوا وي، کله چې په تاسو کې کوم چاته ارګمۍ پورته شي، کوشش دې وکړي چې بند یې کړي، ځکه کله چې په تاسو کې څوک ارګمۍ اوباسي شیطان د هغه لپاره خاندي، د امام احمد روایت کې دي چې، کله په تاسو کې څوک ارګمۍ اوباسي شیطان یې په خوله وردننه کیږي. رواه البخاري

ﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻫﺮﻳﺮﺓ ﻋﻦ ﺍﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺎﻝ : ‏( ﺇﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻳﺤﺐ ﺍﻟﻌﻄﺎﺱ ﻭﻳﻜﺮﻩ ﺍﻟﺘﺜﺎﺅﺏ، ﻓﺈﺫﺍ ﻋﻄﺲ ﺃﺣﺪﻛﻢ ﻭﺣﻤﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﻛﺎﻥ ﺣﻘﺎ ﻋﻠﻰ ﻛﻞ ﻣﺴﻠﻢ ﺳﻤﻌﻪ ﺃﻥ ﻳﻘﻮﻝ ﻟﻪ ﻳﺮﺣﻤﻚ ﺍﻟﻠﻪ، ﻭﺃﻣﺎ ﺍﻟﺘﺜﺎﺅﺏ ﻓﺈﻧﻤﺎ ﻫﻮ ﻣﻦ ﺍﻟﺸﻴﻄﺎﻥ ﻓﺈﺫﺍ ﺗﺜﺎﺀﺏ ﺃﺣﺪﻛﻢ ﻓﻠﻴﺮﺩﻩ ﻣﺎ ﺍﺳﺘﻄﺎﻉ ﻓﺈﻥ ﺃﺣﺪﻛﻢ ﺇﺫﺍ ﺗﺜﺎﺀﺏ ﺿﺤﻚ ﻣﻨﻪ ﺍﻟﺸﻴﻄﺎﻥ ‏) ، ﻭﻋﻨﺪ ﺍﻹﻣﺎﻡ ﺃﺣﻤﺪ ‏( ﻓﺈﻥ ﺍﻟﺸﻴﻄﺎﻥ ﻳﺪﺧﻞ ﻣﻊ ﺍﻟﺘﺜﺎﺅﺏ ‏) .. ﺭﻭﺍﻩ ﺍﻟﺒﺨﺎﺭﻱ .

له یاد حدیث څخه معلومیږي چې په ارګمي ایستلو کې خامخه ضرر موجود دی، اوس راځو دیته چې هغه کوم ضرر دی چې ارګمۍ ایستونکي کس ته پیښیږي، دلته موږ یوازې دوه ضررونه په ګوته کوو، یو یې له دیني اړخه څیړو دوهم یې له طبي اړخه.

لومړۍ ضرر خو هغه دی چې په حدیث کې یې یادونه وشوه، هغه دا چې نبي کریم علیه السلام ویلي چې شیطان د انسان داخل ته د ارګمي په وخت کې دننه کیږي او د ارګمي په وخت شیطان ته خوشالي حاصلیږي او خاندي؛ نو ځکه خو د راګمي په وخت کې په خوله باندې د لاس ایخودلو امر شوی دی، په تیره د لمانځه کولو په وخت کې خو یې یا رد کړو او یا هم په خوله باندې لاس کیږدو.

دوهم ضرر چې په ارګمي ایستلو کې دی هغه یې دا دی چې ارګمۍ د هوا له داخلیدو عبارت دی، چې پدې سره د انسان جسم ته د مضرو امراضو د داخلیدو ښه چانس پیدا کیدلای شې.

کله چې هوا د پزې له لارې داخلیږي، پزه داسې یوه قوه لرې چې هغه د ګرد، خاورې او د هغه مضرو بکتیریاوو چې له خاورې، ګردونو سره ګډې دي مخنوی وکړي.

البته کله چې د انسان د بدن داخل ته هوا د خولې له لارې ننوځي خوله هغه قوه چې پزه یې لري، نه لري تر څو د ګردونو او خاورو د مضرو بکتیریاوو مخنوی وکړی شي، چې دا خبره اوسني ساینس پوهانو د خپلو کړیو څیړنو په نتیجه مثبته ارزولي او بې له دې چې کوم چون و چرا پکې ووایي مني؛ نو له دې وجې ارګمۍ ایستل د انساني جسم لپاره مضر دی، خو دا هغه وخت چې ارګمۍ بند نه کړای شي یا په خوله باندې لاس کینښودل شي، ځکه خو یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په اړه ویلي چې پرنجۍ کوونکی کس الله پاک ته خوښ دی او ارګمۍ استونکی کس الله پاک بد ګڼي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *