بادغیس کې طالبانو لسګونه سرتیري ژوندي نیولي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

بادغیس کې طالبانو لسګونه سرتیري ژوندي نیولي – افغان وطن

د بادغیس ولایت څخه وروستي راپورونه وایي چې ددغه ولایت په بالا مرغاب ولسوالي کط د ورستیو خونړیو نښتو په ترڅ کې لسګونه سرتیری وژل شوي او لسګونه نور وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي دی

د بادغیس د ولایتي شورا وکیلان هم د سرتیرو نیول کیدل او وژل تائیدوي

د ولایتي شورا غړي بهاؤالدین رسنیو ته تیره ورځ ویلي وو چې د بالا مرغاب ولسوالۍ ۲۶ امنیتي پوستې طالبانو نیولي او ۲۰ تنه سرتیري یې وژلي دي

د بهاؤالدین په وینا شاخوا ۱۰۰ تنه نور سرتیري د وسلوالو د بریدونو څخه د ترکمنستان هیواد په طرف تښتیدلي چې دهغه هیواد عسکرو یې مخه نیولې او اوس یاد سرتیري له اسلحو او تجهیزاتو سره یو ځای د طالبانو تر محاصرې لاندې شوي دي

وسلوالو طالبانو په یوه خبر کې ویلي چې د ترکمنستان هیواد طرف ته تښتیدلي سرتیرې یې تر سختو بریدونو لاندې نیولي او پنځوس تنه یې له اسلحو او تجهیزاتو سره یوځای ژوندي نیولي دي

د بالا مرغاب چارواکي وایي چې د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، د ملي اردو قرارګاه، او بازار د وسلوالو تر کلکې محاصرې لاندې ده که مرکزي حکومت یې په اړه غور ونکړي یاده ولسوالي به بشپړه سقوط شي او د محاصره سرتیرو یو لوی ناورین به رامنځ ته شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *