بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې ده – افغان وطن

د بادغیس ولایت ځایي چارواکي وایي چې د تیرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو بریدونو زور اخیستی ده چې ګڼ شمیر امنیتي سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

د سیمې څخه تازه راپورونه وایي چې وسلوال طالبان د ولسوالۍ نیږدې ساحو ته رسیدلي او دولتي پوستې پرلپسې سقوط کوي

د بادغیس د ولایتي شورا غړي بهاؤالدین رسنیو ته ویلي چې نن په تازه نښتو کې زیاتې امنیتي پوستې سقوط شوي او لس تنه سرتیري وژل شوي دي

د ولایتي شورا بل غړی فرید اخیزي بیا ویلي چې د بالا مرغاب ولسوالۍ ته وسلوال طالبان رسیدلي او بازار یې محاصره کړی ده

فرید زیاته کړې چې د امنیتي سرتیرو ۱۶ پوستو سقوط کړی او تر سلو پورې سرتیري د ترکمنستان هیواد په لوري تښتیدلي چې هغه هم د وسلوالو طالبانو له لوري محاصره شوي دی

ځایي چارواکي وایي چې په دې جګړه کې ۵۰ تنه سرتیري له اسلحو او تجهیزاتو سره وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي

د ولایتي شورا وکیلانو ویلي چې که مرکزي حکومت زر تر زره ددې ولسوالۍ د امنیت غم ونخوري ښایي دا ولسوالي په نیږدې وخت کې سقوط وکړي

د ولایتي شورا وکیلانو ویلي چې فی الحال د ولسوالۍ بازار د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي اردو لویه قرارګاه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د قندهار د معروف ولسوالۍ هم سقوط کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *