د نیوزیلینډ صدراعظمې په اسلامي لباس کې د مسلمانو غمرازي وکړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د نیوزیلینډ صدراعظمې په اسلامي لباس کې د مسلمانو غمرازي وکړه – افغان وطن

د راپورونو په اساس د نیوزلینډ صدراعظمې جیسینډا آرډن نن په دغه هیواد کې د تیرې ورځې په جومات برید کې ژوبلو کسانو ته روغتون ته ورغلله او د هغوی سره یې غمرازي وکړه

د نیوزلینډ صدراعظمې په مسجد کې د وژل شویو مسلمانو سره د غمرازي په وخت کې تور اسلامي لباس په تن کړی او تور پړونی یې په سر کړی وو

د پرانس پرېس اژانس د راپور په حواله د نیوزیلاند صدراعظمه جیسنډا ارډن نن شنبه د تېرې ورځې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ لپاره روغتونونو ته تللې ده او هلته یې له متضرره کورنیو سره د اوښکو په تویولو غمرازي کړي ده

صدراعظمې جیسینډا مسلمانانو ته ویلي چې د تیرې ورځې وحشي او تروریستي برید د نیوزلینډ د خلکو ترجماني نه کوي

نوموړې زیاته کړې ده چې هیواد یې د ټولو مذاهبو پیروانو ته درناوی لري او د مذهب ازادي ته ژمن دي

باید یادونه وشي چې تیره ورځ په نیوزلینډ کې په یو مسجد د جمعې د لمانځه پرمهال مسلح برید ترسره شو چې له امله یې ۴۹ تنه مسلمانان لمونځ کونکي شهیدان شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول

په دغه برید کې د افغانستان هیواد یوتن وژل شوی او درې تنه نور افغانان ټپیان شوي دي

پاکستاني رسنیو ویلي چې په نیوزیلینډ کې د تیرې ورځې تروریستي برید کې د ایبټ اباد سره تعلق لرونکي دوه تنه پاکستاني اتباع چې یو زوی او بل یې پلار وو هم وژل شوي دي

برید کونکی د پولیسو له لوري نیول شوی او ددغه هیواد پولیسو ویلي چې قاتل به د بې ګناه انسانانو د وژلو په نور زر تر زره محکمې ته وړاندې کړي

د نړی مختلفو هیوادونو دغه برید یو تروریستي عمل بللی او د وژل شویو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده

طالبانو هم یاد برید وحشیانه بللی او په سختو ټکو یې غندلی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *