د مثنوي ملکوتي انګازې (۳) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د مثنوي ملکوتي انګازې (۳) – افغان وطن

ریښتینی انسان، د مولائ روم وْرکه!
غرب او د انسانیت معیار!

لیکنه: ملا حبیب اللّه (مؤذن)
____________________________
په تېر پسې
…هغه څوک به څنګه د تقلید وړ وي چې په جار سره دا وایي چې انساني ټولنه، د ایمان، روحانیت، اخلاقي او آسماني ارزښتونو او تعلیم ته له پابندۍ بغیر هم پاتې کیدی؛ بلکې لا ښه ترقي کویشي! دوی فکر کوي د باسعادته انساني معاشرې بنیاد صرف په ساینسي انکشافاتو او د همدې انکشافاتو په مټ د کایناتو په تسخیر او مادي ترقۍ کې دی! دوی ټول عصري علوم او پیداوار یې د خپلو طغیاني نفساني خواهشاتو د اشباع لپاره کاروي! خو که چېرته رښتیا هم همدا تصور او د ترقۍ طرز سم وای او له معنویاتو خالي ترقۍ انسانیت ته ریښتینې خوشبختي ورکوای شوی؛ نو دوی به هم د یو هوسا او باسکونه او امن ناکې زندګۍ نه برخمن وای؛ خو تاسې خبر یاست چې داسې نده: آیا د نړۍ تر ټولو ستر _ستر جنګونه همدوی سره ونکړل!؟ آیا همدا نن ټوله نړۍ همدې مترقي غرب په د اور په بټۍ نده اړولې؟ آیا د دوی له ژونده اطمنان او سکون کډه نده کړې؟ چې د همدې اضطراب له لامله د خود کشۍ پېښې پکې دومره ډېرې دي چې په اکثرو ملکونو کې یې ځان وژنې ته قانوني جواز ورکړی؟ همدا د روحي سکون شدید قحط دی چې د اسلام په ضد د قساقسم بېرحمانه تبلیغاتو باوجود هورې هر کال هېښونکی شمېر خلک د اسلام غېږې ته فنا وړي.

پداسې حال کې چې دا دومره ترقي د دوی د هر ډول نیکبختۍ لپاره کافي وه نو بیا ولې د دوی مفکّرین او ټولنپوهان د خپل تهذیب په مصائبو،ناخوالو، ناکامیو او خامیو له اعتراف سره یو ځای د غم اوښکې تویوي؟ آخر ولې د دومره مرفّه ژوند باوجود، دوی د اطمنان له نعمت نه بې برخي دي؟ د دې اصله وجه داده چې دوی د خپلې مادي او دنیایي ترقۍ سفر په غلط بنیاد پیل کړ؛ دوی مخکې لدې چې دا سفر پیل کړي، دین ته لغته ورکړه، نو طبعآ چې څومره یې په انساني علومو کې ترقي او فتحه په نصیب شوه، په هماغه اندازه یې له معنویت او حقیقي انسانیت نه انحطاط او بعد په برخه شو!

اسلام سوونه کاله د دوی میلمه و؛ خو دوی ترې د خپل مذهبي عصبیت او اقلیمي غرور له وجې، کماحقّه استفاده ونکړه! او د خپل دین نه خو هسې هم، د خپلو مذهبي مشرانو د غلطې رهبرۍ او رویې له کبله بېزاره ول! نو نن یې ځکه دا حال دی چې له هر ډول اسبابو او ترقۍ سره _سره د نفساني طغیان په عالَم کې په لادینیت، اخلاقي بې نظمي، او حیواني زندګۍ کې غرق دي! که دوی د اسلام هغه اصول او معنوي شتمني تر لاسه کړې وای چې په اساس یې د یو کامیاب او صالح تمدن بنیاد ایښودیشي؛ نو نن به یې ژوند داسې بې روحه او بې مقصده نه وای!

د یو مهذّب او مترقي ژوند لپاره، د علم او ایمان، یا مادیت او روحانیت رفاقت ډېر اړین دی! همدا رفاقت د یوې کامیابې، متوازنې او په هر تول پوره معاشرې د وجود لپاره اساسي رکن دی؛ خو افسوس چې دا انډول د انسانیت په دوه ګونو سترو قطبونو (شرق غرب) کې یوه هم ندی ساتلی؛ غرب لدا دومره علمي او مادي فتوحاتو سره _ سره د خپل معنوي هډ په غوښن کولو کې پاته راغی او شرق بیا د یو ژوندي، علم خوښي او فعالیت پسنده دین سره _سره د دنیایي علومو او ظاهري ترقۍ په لحاظ د انحطاط په ژورو کندو کې پړ مخې پروت په نظر راځي!!

په هر حال، نن سبا غربي انسان د خپلې اخلاقي او روحاني بېوزلۍ له شامته، د دې حق نلري چې ځان ته پېشرفته نه؛ بلکې ماذې انسان هم ووایي! موږ غربي انسان، یوازې او یوازې د یو بې روحه صنعتي ماشین په توګه پېژنو چې د ژوند ټول مقصد او سرمایه یې مارکېټ ته د صنعتي توکو تهیه کول دی او بس. دا خواران اومظلومان، پدې خبر ندي چې دوی له خپل اصلي مقصد نه په څومره لرې فاصله کې، یوازې د خپلو خېټو ډکولو او خالي کولو ته کار ویلی!

نور بیا….

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *