په خوست کې د ژمن تلویزون خبریال سلطان محمد خیرخوا وژل شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
افغانستان خبرونه

په خوست کې د ژمن تلویزون خبریال سلطان محمد خیرخوا وژل شوی – افغان وطن

د خوست ولایت څخه تازه خبر وایي چې ددې ولایت په مرکز خوست ښار کې نا پیژاندو وسلوالو د ژمن تلویزیون په خبریال سلطان محمو خیر خوا باندې برید کړی

ځایي سرچینو ویلي چې یاد برید د خوست ښار په لویدیځه څنډه کې په نوموړي تر سره شوی ده

په دغه برید کې سلطان محمود لومړی ټپي شو او روغتون ته تر لیږدول کیدو وروسته یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

دولتي چارواکو تر دې دمه د بریدکونکو د نیول کیدو یا د هغوی د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه کوم د نوموړي د وژنې مسؤلیت تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې منلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *