د نیوزیلینډ هیواد رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې وسلوالو بریدګرو په یو مسجد برید کړی او تر څلویښتو پورې کسان یې وژلي
د نیوزیلینډ د پولیسو مشر ویلي چې بریدګر درې تنه وو چې دوه نارینه او یوه زنانه وه
په نیوزیلینډ هیواد کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه برید کې چې په یو مسجد تر سره شوی یو تن افغان تبعه هم وژل شوی او درې نور افغان وګړي زخمیان دي
ویسي د وژل شوي او ټپیانو په اړه نور معلومات نه دي لیکلي چې د کوم ولایت اوسیدونکي دي
ویل کیږي دا برید په داسې مهال تر سره شوی چې خلک د جمعې لمانځه ته جومات ته راغلي وو
کریم بریال
څرگندون