میدان وردګ او زرمت کې ګډو ځواکونو ملکیان وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
مرکې او راپورونه

میدان وردګ او زرمت کې ګډو ځواکونو ملکیان وژلي – افغان وطن

تیره شپه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د سهاکو مربوط په هیبت خیلو سیمه کې افغان او بهرنیو ځواکونو شپیني عملیات تر سره کړي چې ملکیانو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې افغان او بهرنیو ځواکونو تیره شپه د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې او د یو پلار درې زامنو په شمول یې پنځه تنه عام کلیوال وژلي دي او د یو شمیر کورونو دروازې یې په چاودیدونکو توکیو الوزولي

د سیمې د اوسیدونکو پر وینا چې ګډو ځواکونو د تالاشي پرمهال د خلکو مالونه هم لوټلي دي

بل لور ته د میدان وردګ ولایت کې هم تیره شپه ګډو ځواکونو عملیات کړي او د چاپې پر مهال یې د کلي ملا امام وژلی ده

د دواړو سیمو اوسیدونکي وایي چې وژل شویو کسانو له کومې وسلوالې ډلې سره هیڅ اړیکې نه لرلې

دا عملیات په داسې مهال تر سره شوي چې په دې ورستیو کې افغان ځواکونو او بهرنیو پوځیانو د ملکي خلکو په کورونو چاپو او بمباریو ته زور ورکړی او ګڼ شمیر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

دوه ورځې مخکې هم په غزني کې افغان هوایي ځواکونو د ملکیانو د سپرلي پلاینکوچ موټر ویشتلی وو او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ۱۷ تنه پکې وژلي وو چې وروسته د سیمې اسیدونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه د غزني ښار ته راوړي وو او یادونه یې کوله چې وژل شوي کسان ټول ښځې ماشومان او د کلي خلک وو چې بازار ته روان وو

خو د غزنی د امنیه قومنداني څخه په خپره شوې بیانیه کې وژل شوي کسان د وسلوالو طالبانو قومندانان بلل شوي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *