حمدالله محب د امریکایي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

حمدالله محب د امریکایي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی – افغان وطن

وروسته له هغې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب واشنګټن ته سفر وکړو او هلته یې په ورستیو حالاتو خبرې وکړې نوموړی د امریکایي مقاماتو له لوري له سخت غبرکون سره مخ شوی ده

حمدالله محب په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د افغانستان په هکله د امریکا په تګلاره نیوکې کړي

محب ویلي چې د امریکا له افغانستان څخه د پوځونو غیر مسؤلانه ایستل د هغو ۴۵۰۰ وژل شویو امریکایي سرتیرو قرباني ته سپکاوی ده کوم چې تروریستانو طالبانو په افغانستان کې وژلي دي

محب همدا راز په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم توندې نیوکې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې خلیلزاد په لوی لاس غواړي د سولې په خبرو کې افغان ولس او افغان دولت بای پاس کړي او همدارنګه په لوی لاس غواړي افغان دولت له طالبانو سره خبرو کې شاته پریږدي

حمدالله محب ویلي چې زه باور لرم چې جمهور رئیس ټرمپ به خلیلزاد ته دا نه وي ویلي چې افغان دولت له طالبانو سره د خبرو له حال مه خبروه او نه به یې دا ورته ویلي وي چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان ولس صرف نظر کړه خو دا کار خلیلزاد په خپل سر کوي او غواړي په افغانستان کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي او نوموړی یې سرپرستي په خپل لاس کې واخلي

د حمدالله محب خبرو په امریکا کې توند غبرګونونه راپارولي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نوموړي غوښتي چې د امریکا په هکله له غیر مسؤلانه خبرو څخه جداً ډډه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب غوښتی ده او ور ته ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي استازي خلیلزاد برید د امریکا په خارجه وزارت برید ده او باید له داسې خبرو ډډه وشي

بل لور ته په کابل کې د امریکا سفیر جانبوس هم په خپل ټویټر لیکلي چې د امریکایي ځواکونو وتل د سرتیرو د قربانیو سپکاوی نه ده بلکه د امریکا مرستې او تجهیزات په خپلو شخصي ګټو کې استعمالول د سرتیرو د قربانیو سپکاوی ده چې اشاره یې حمدالله محب او افغان دولت ته وه

امرالله صالح هم په یوه خبري ناسته کې د حمدالله محب خبرې غیر مسؤلانه او د افغان ولس له غوښتنو سره په ټکر کې بللي دي

امرالله صالح ویلي چې افغان ولس نور له جګړو ستړی شوی او په هر قیمت سوله غواړي خو د ملي وحدت حکومت د خپلو چوکیو د ساتلو لپاره د سولې د خبرو او د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالفت کوي او د افغان ولس په ارمانونو خاورې اړوي

داسې ښکاري چې د قطر په خبرو کې له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو د وتلو په هوکړې افغان دولت سخت وارخطا شوی او د امریکا او افغان دولت تر منځ اړیکې تر ټولو ټیټې درجې ته رسیدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *