د ځانګړو ځواکونو په زور د بلخ امنیه قومندان په دنده وګمارل شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
مرکې او راپورونه

د ځانګړو ځواکونو په زور د بلخ امنیه قومندان په دنده وګمارل شو – افغان وطن

د افغان ولسمشر له لوري د بلخ د امنیه قومندان په توګه عبدالرقیب مبارز ټاکنې نن په مزار کې حالت د ۹۰یمو کلونو حالت ته ورته کړي وو

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطانور د نوي امنیه قومندان له ورتللو سره مخالفت وکړو او د کورنیو چارو وزارت ګڼ شمیر په سپکو او درنو وسلو سمبال ځانګړي ځواکونه سیمې ته واستول چې له لنډو بې نتیجې خبرو وروسته د دواړو لوریو تر منځ نښته پیل شوه او دواړه لوریو سپکې او درنې وسلې یو بر بل وکارولې

کورنیو چارو وزارت اعلان وکړو چې په هر قیمت وي نوی امنیه قومندان به د ولسمشر د فرمان په اساس ټاکل کیږي

بل لور ته عطانور په بلخ میشتو خلکو غږ وکړو چې ارګ ددوی په ولایت حمله کړې او ټول یې مقابلې ته راووزئ

خو له څو ساعته جکړې وروسته ځانګړي ځواکونه وتوانیدل چې د امنیه قومنداني کنترول تر لاسه کړي او د عطانور څو تنه مهم کسان یې ژوندي ونیول

وروسته د مزار شریف له هوایي ډګر څخه نوی امنیه قومندان د ځانکړو ځواکونو په بدرګه راوستل شو او رسما یې په دنده پیل وکړو

امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز ګواښ وکړو چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د دولت په خلاف په وسلواله مبارزه لاس پورې کړي

مبارز زیاته کړه چې نیول شوي کسان به څارنوالي ته زر تر زره معرفي کړي

که څه هم فی الحال وضعیت د دولت په کنترول کې ښکاري خو بل لور ته عطانور په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر حملې ته به ځواب ووایي

عطانور زیاته کړې چې زه هغه څوک یم چې زما د پښو په اواز اوریدلو سره به د وخت پرمختللي فوځونه روسیان ویریدل او ولسمشر اوس څنګه کولی شي چې له ما سره مقابلې ته میدان ته را ووځي

تر اوسه معلومه نه ده چې د مزار راتلونکی به کوم حالت ته ګرزي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *