کابل کې د امریکا سفیر جان بوس د حمدالله محب خبرو ته توند غبرګون ښودلی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

کابل کې د امریکا سفیر جان بوس د حمدالله محب خبرو ته توند غبرګون ښودلی ده – افغان وطن

وروسته تر هغې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت مشاور حمدالله محب په امریکا کې یوې غونډې ته وینا وکړه او د اافغانستان په اړه یې د امریکا په تګلاره نیوکه وکړه، کابل کې د امریکا سفیر جان بوس یې په اړه غبرګون ښودلی ده

حمدالله محب په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې متحده ایالات باید په افغانستان کې خپله اوږد مهاله تګلاره روښانه کړي

حمدالله زیاته کړې چې له طالب تروریستانو سره د بندو دروازو تر شا د سولې د خبرو په جریان کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل به نه یوازې دا چې د اتلسو کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي بلکه دا په سیمه کې تروریستانو ته موقع په لاس ورکول دي چې یو ځل بیا به د نړۍ امنیت له خطر سره مخ کړي

ښاغلي محب همداراز د غونډې ګډونوالو ته وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د هغو ۴۵۰۰ وژل شویو امریکایي سرتیرو قرباني ته سپکاوی ده چې په افغانستان کې د تروریستانو سره په جګړه کې وژل شوي دي

د نوموړي د خبرو په غبرګون کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بوس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له افغانستان څخه زمونږ د خپلو ځواکونو ایستل د وژل شویو سرتیرو سپکاوی نه ده بلکه زمونږ له وړکړل شویو تجهیزاتو غلطه استفاده کول او د خپل منځي وژنو لپاره دهغو استعمالول زمونږ د سرتیرو قربانیو ته سپکاوی ده


جان بوس په خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې چې د شخصي ګټو لپاره او د خپل هیواد د ملي منافعو پر ضد هغه پیسې او مرستې مصرفول چې د امریکا د خلکو له لوري افغانانو ته ورکړل شوي، هم زمونږ د وژل شویو اتلانو سپکاوی ده او هم د افغانستان د روښانه راتلونکي ”یعنې سولې” لپاره خنډ جوړیدی شي

جان بوس په خپل ټویټ کې ښکاره د چا نوم نه ده اخیستی خو هغه هشتاګونه یې کارولي کوم چې حمدالله محب کارولي وو

دې دواړو افغاني او امریکایي لوړ پوړو چارواکو په داسې مهال خپل ټویټونه په غیر مستقیمه توګه تبادله کړي چې نه هم د ولسمشر د ملي امنیت مشاور او نه هم جانبوس د هغو ۴۵۰۰۰ افغان سرتیرو یادونه کړې چې د ولسمشر غني د حکومت په څلورو کلونو کې وژل شوي دي
بلکه دواړو مشرانو په ښکاره یواځي د هغو امریکایي سرتیرو یادونه کړې چې په افغانستان کې وژل شوي دي چې دا یو قسم د خپلو وژل شویو افغان سرتیرو د قرباني سپکاوی ګڼل شوی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *