کورنیو چارو وزارت: د بلخ امنیه قومنداني ځانګړو ځواکونو ونیوله – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
افغانستان خبرونه

کورنیو چارو وزارت: د بلخ امنیه قومنداني ځانګړو ځواکونو ونیوله – افغان وطن

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د بلخ ولایت امنیه قومنداني یې د یوې لنډې جګړې وروسته ونیوله

د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه جګړه کې چې نن ماسپښین دبلخ په ښار کې د عطانور له خپل سرو وسلوالو سره پیل شوې وه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري، او د جنایي مدیر، او همداراز د بلخ د شاهراه قومندان هم د ځانګړو ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي دي

د بلخ د پولیسو ویاند منیر فرهاد هم تائید کړې ده چې امنیه قومنداني د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې ده

تر دې وړاندې د بلخ امنیه قومنداني د پخواني ګوښه شوي امنیه قومندان په کنترول کې وه او نوی امنیه قومندان یې په هوایي ډګر کې حصار کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *