بلخ: د عطا محمد نور د پلویانو او ځانګړو ځواکونو تر منځ نښته پیل شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
مرکې او راپورونه

بلخ: د عطا محمد نور د پلویانو او ځانګړو ځواکونو تر منځ نښته پیل شوه – افغان وطن

وروسته تر هغې چې نن د بلخ په ولایت مقام کې د عطانور د پلویانو او دولت ترمنځ د نوي امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز د ټاکل کیدو پر سر غوڼډه روانه وه خو اوس تازه راپورونه وایي چې یاده غونډه بې نتیجې پای ته رسیدلې ده

د بلخ ولایت ځایي اوسیدونکي وایي چې حالات قدم په قدم ترینګلي کیږي

او د مزار شریف د ښار په مختلفو سیمو کې ځانکړو ځواکونو د عطانور په وسلوالو ملیشو بریدونه پیل کړل

د مزار شریف اوسیدونکي وایي چې ډزې شیبه په شیبه زرو اخلي او د راکټ لانچرو اوازونه هم اوریدل کیږي

بل لور ته عطامحمد نور شیبه مخکې د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې په خپلو پلویانو غږ کړی چې ارګ جګړه ددوی تر کورونو را ورسوله او ارګ میشتي نه غواړي مونږ تاسو ارام او پر امنه ژوند تیر کړو

عطانور په خپلو پلویانو د تیارسۍ غږ کړی او ترې غوښتي يې دي چې د خپلو ځانونو او کورنو د عزت ساتلو په خاطر مقابلې ته ځانونه چمتو کړي او له خپل ولایت څخه کلکه دفاع وکړئ

دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت هم ګواښ کړی چې د ولسمشر له لوري مقرر شوي امنیه قومندان په ټاکلو کې به له هر رنګ زور څخه کار واخلي

د بلخ ولایت اوسیدونکي له دواړو لوریو غواړي چې ددوی ژوند ته پاملرنه وکړي

دا په داسې حال کې ده چې نوی مقرر شوی امنیه قومندان تر اوسه د مزار شریف هوایي ډګر ته څیرمه د ځانګړو ځواکونو په قرارګا کې اوسیږي او د عطانور پلویانو یې ښار ته د راتګ مخه نیولې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *