فیسبوک له تخنیکي ستونزو سره مخ شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

فیسبوک له تخنیکي ستونزو سره مخ شوی – افغان وطن

فیسبوک چې د ټولنیزو رسنیو مخکښه شبکه بلل کیږي د تیر مازدیګر راهیسې له ستونزو سره مخ شوې ده

ددې ادارې کارکونکو ویلي چې دوی ته داسې اطلاعات رسیدلي چې د نړۍ په زیات شمیر سیمو کې د فیسبوک شبکې کار پرې ایښی ده

د یادې ادارې د مرکز کارکونکو ویلي چې د فیسبوک په شبکه کې د ستونزو رامنځ ته کیدو سره میسنجر هم له ورته ستونزو سره مخامخ شوی ده

د فیسبوک ادارې ویلي چې دوی هڅه کوي چې یاده ستونزه زر تر زره حل کړي

یادې ادارې هغه اوازې غلطې بللي چې ګواکې د فیسبوک د شبکې ستونزه د سایبري بریدونو له امله رامنځ ته شوې ده

دا ستونزه د فیسبوک په شبکه کې تاریخي او نړیواله ستونزه بلل شوې ده چې تر اوسه یې د رامنځ ته کیدو علت نه ده موندل شوي

د فیسبوک شبکې دا رامنځ ته شوې ستونزه په داسې شکل ده چې په فیسبوک کې لیکل نه پوسټ کیږي او مسنجر هم تصویري پیغامونه په سمه توګه نشي پاس کولی

فیسبوک دا مهال ۲.۳ میلیارده کسان مینوال او کارکونکي لري

دا ستونزه په زیاتره سیمو کې مخ ته راغلې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *