په بلخ کې لا هم حالت ترینګلي دي ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

په بلخ کې لا هم حالت ترینګلي دي ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي – افغان وطن

وروسته له هغې چې په بلخ کې د نوي امنیه قومندان د ټاکل کیدو پر سر د عطامحمد نور او دولت ترمنځ ناندریو زور اخیستی دفاع وزارت د مزار شریف ښار ته د پولیسو تر څنګ ګڼ شمیر د ځانګړو ځواکونو سرتیري هم استولي دي

تازه راپورونه وایي چې فی الحال د بلخ د ولایت په مقام کې د عطانور او دولت د مشرانو تر منځ خبرې روانې دي

د سیمې شاهدان وایي چې د مزار شریف له مختلفو سیمو څخه ګڼ شمیر غیر مسؤله وسلوال چې د عطانور ملاتړي دي هم د بلخ ښار ته راغلي دي

خو د ښار امنیت ځانګړو ځواکونه په قبضه کې اخیستی او د بازار دوکانونه یې تړلي دي

بل لور ته دفاع وزارت ویلي چې دوی به د ولسمشر فرمان په ټولو ولایاتو کې یو شان عملي کوي او که په هر قیمت وي د بلخ ولایت د امنیت د ښه کیدو په موخه به نوی ګمارل شوی امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز ټاکي

دفاع وزارت بار بار دا خبره کوي چې د مبارز ټاکنه کومه سیاسي انګیزه نلري بلکه ددغه ولایت د ورستیو نا امنیو د کنترول په خاطر یې پخوانی امنیه قومندان له دندې ګوښه کړی او د هغه پر ځای یې عبدالرقیب مبارز ټاکلی ده

خو د بلخ پخوانی والي عطانور او دده ملاتړي بیا دا کار د افغان ولسمشر له لوري ددوی پر وړاندې یوه توطئه بولي

عطانور زیاته کړې چې په هیڅ صورت به نوي امنیه قومندان ته ددندې ترسره کولو اجازه ورنکړي

د عطانور او دولت تر منځ د ناندریو له امله د مزار شریف ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی ده او د ښار په مختلفو برخو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي

تر اوسه معلومه نه ده چې د نوي امنیه قومندان د ټاکل کیدو پر سر به دواړه لوري موافقې ته ورسیږي او کنه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *