د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ د امنیه قومندان پر سر بیا ناندریو زور اخیستی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
مرکې او راپورونه

د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ د امنیه قومندان پر سر بیا ناندریو زور اخیستی – افغان وطن

راپورونه وایی چې افغان ولسمشر د بلخ ولایت لپاره عبدالرقیب مبارز د امنیه قومندان په توګه ټاکلی ده

ټاکل شوې وه چې نن عبدالرقیب مبارز په بلخ کې خپله دنده رسما پیل کړي

خو د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطامحمد نور یې مخالفت کړی ده

عطانور ویلي چې بلخ ته به د ولسمشر له لوري د عبدالرقیب مبارز د امنیه قومندان په حیث ټاکل کیدو ته اجازه ورنکړي

د بلخ د نوي امنیه قومندان د ټاکل کیدو پر سر د ملي وحدت ادارې د مشرانو تر منځ یو ځل بیا ناندریو زور اخیستی او خبره د جګړې تر حده رسیدلې ده

عطانور بلخ کې خلکو ته اعلان کړی چې نن پنجشنبه دې هیڅوک هم خپلو دندو ته نه حاضریږی او دفترونو ته له ورتګ څخه دې جدا ډډه وکړي

عطانور د مراز شریف له ښاریانو او د لویو مغازو له مالکانو هم غوښتنه کړې چې خپلې مغازې دې بندې وساتي

بل لور ته دفاع وزارت ویلي چې د عبدالرقیب مبارز ټاکنه کومه سیاسي انګیزه نلري او په دې اړه به د زورواکانو خبرو او اخطارونو ته هیڅ توجه ونکړي

دفاع وزارت نن غرمه زیات شمیر پولیس مراز ته لیږلي تر څو د نوي امنیه قومندان د رسمی کیدو د مراسمو امنیت ټینګ کړي

عطانور د عبدالرقیب ټاکل کیدل د ارګ له لوري ددوی پر خلاف یو سازش بللی او ګواښ کوي چې هیڅکله به اجازه ورنکړي چې نوی امنیه قومندان وظیفې ته حاضر شي

بل لور ته امرالله صالح ویلي چې د بلخ پخوانی امنیه قومندان نااهله وو او د حالاتو د کنترول په چارو کې پاتې راغلی وو چې له امله یې په یاد ولایت کې د وسلوالو طالبانو حملو زور اخیستی وو او څو ځله یې د مزار او شبرغان تر منځ لاره وتړله

صالح زیاته کړې چې د نوي امنیه قومندان ټاکل کیدل کومه سیاسي انګیزه نلري او نه هم د مزار د زورواکانو خلاف کوم سازش جوړ شوی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *