د مثنوي ملکوتي انګازې (۲) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د مثنوي ملکوتي انګازې (۲) – افغان وطن

د مثنوي ملکوتي انګازې

ریښتینی انسان، د مولائ روم وْرکه!
غرب او د انسانیت معیار

لیکوال: ملا حبیب اللّه (مؤذن)
په تېر پسې
_______________________________
…دا دې څوک نه وایي چې مولائ روم غوندې صوفي مزاجه، ګوشه نشین او له دنیانه ناخبره کس ته به نو ولې کامل انسان په نظر ورځي؛ خدای خبر دی به په کومه وروسته پاتې علاقه کې پیدا شوی، اوسېدلی او لوی شوی وي؟! نو حتمآ به ترې مترقي
او حقیقي انسان داسې ورک و چې په رڼا ورځ به یې څراغ پسې ګرزاوو؛ خو داسې نده، مولانا له لوی سره د نسب په لحاظ د شاهي خاندان سره ډېرې نژدې اړیکې درلودې! بیا یې تولد او د ژوند لمړي کلونه په امّ البلاد (بلخ) کې تېر شول؛ هغه بلخ چې د تمدن او مادي ترقۍ اوږده سابقه تر شا لري! او په عین همدې وخت کې د ټولې نړۍ په کچه، د مترقي مدنیت، علم، فن، فلسفې او شاعرۍ له وجې د شرق په یونان باندې مشهور و. نوموړی چې په کوم ښار کې په رښتیني انسان پسې لا لهانده دی دا بیا د ده دار الهجرت (او سنۍ ترکیه) ده چې هغه مهال د سلجوقي او په وروستیو کې بیا د عثماني غوندې مترقي سلطنت شاهد پاته شوی. په هرحال، نو د انساني تمدُّن په ټولو معاصرو_ مادي رنګینیو سمبال وطن کې، هغه کوم انسان دی چې له ده نه ورک دی!؟ دا داسې یوه پوښتنه ده چې ځوابول یې د تاسې د ذهانت رحم او کرم ته پرېږدم…!!

مسلمانان، چې باید د دنیا پرستۍ په ګرداب کې د رحم وړ لاهو اقواموته یې_ د خپلې مثالي عملي زندګۍ په برکت_ انسانیت ورزده کړی وای او د یو حقدار په توګه یې، د هغوی لاس نیوی کړی وای؛ امّا بر عکس دوی پخپله له همدې قومونو نه، د ژوند په هره برخه کې مرعوب او د همدوی د ژوند طرز او تهذیب ته مائل ښکاري. افسوس! چې نن سبا_د مختلفو اسبابو په وجه_مسلمانان له سیاسته واخله، تر خانداني او بیا فردي ژونده پورې، د غربي ارزښتونو اَوْراد تکراروي! د غرب دې کلمه ګویانو ته دې وویل شي چې: ډېره مه ور سودا کوئ! د دوی په مقابل کې ځان ته د تحقیر په سترګه مه ګورئ! دا مه وایاست چې موږ شاته پاته او دوی رښتیني مترقي انسانان دي! بالکل داسې نده؛ دا منو چې د دوی ښاورنه او کلي صفا او روښانه دي؛ خو اخلاق او عمل یې چټل دی! ظاهرآ ښکلي دي؛ خو زړونه یې مردار دي! دا منو چې دوی په هوا کې د مرغانو په څېر والوتل! د مریخ او سپوږمۍ چکر یې وواهه! د اوبو په تل کې یې د ماهیانو په څېر تلل زده کړل؛ خو د ځمکې په سر یې د انسان په څېر رفتار په نصیب نشو! منو چې ظاهري کائنات (عالمِ آفاق) یې له پېژندلو وروسته مسخّر هم کړل؛ خو د کوم کائنات(عالَم انفُس) په پېژندلو او تسخیر یې چې خپل خالق مکلف کړي، هغه همداسې د ابهام اوطغیان په اوج او عروج کې پاته!

نور بیا..

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *