نیویارک ټایمز: د قطر مذاکرات – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

نیویارک ټایمز: د قطر مذاکرات – افغان وطن

نیویارک ټایمز د مارچ پر ۱۲ لیکي که څه هم د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د قطر د خبرو نهايي نتیجه اعلام نه سوه، خو امریکايي چارواکي وايي چي د افغان جنګ د ختمولو په برخه کي د یوې مهمي مسلې حلولو ته نژدې سوي دي: هغه دا چي طالبانو وعده کړېده چي بیا به له افغانستانه د ترورسټانو حملو ته اجازه ور نه کړي. دوهم‌ دا چي د امریکا د عسکرو د وتلو په اړه د پام وړ پرمختګ وسو. خلیلزاد وايي،«ما دلته ګټور وخت تېر کړ. موږ پرمختګ وکړ. موږ د ګرانو او پېچلو مسایلو په اړه په جزییاتو خبري وکړې.» د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،«د دې دواړو موضوعاتو په برخه کي پرمختګ وسو.او اوس به دواړه طرفونه د خپلو مشرانو سره دا مسایل شریک کړي. دا دوې مسلې له افغانستانه د ټولو خارجي عسکرو وتل،‌او بل هیچا ته اجازه نه ورکول چي د افغانستان خاور د یو بل چا پر ضد وکاروي.»

یو امریکايي مامور وايي چي ترورسټي ډلو کي د القاعدې نوم هم راغلی دی. امریکایان پدې برخه کي د مخنیوي د میکانیزم په اړه خوشبین دي. دغه راز، دواړو خواو د امریکايي عسکرو د وتلو په باره کي هم په جزییاتو خبري کړي دي. طالبان غواړي چي امریکايي عسکر په شپږو میاشتو کي ووزي، خو امریکایان د دریو کالو خبري کوي.

نیویارک ټایمز لیکي د بې اعتمادۍ فضا د خبرو بهیر سوکه کړی وو، ځکه هر طرف ګومان کوي چي ها بله خوا صرف وخت تیروي، او غواړي د جنګ په میدان کي امتیازات ترلاسه کړي. بل خنډ دا وو چي طالبانو پدې راز مذاکراتو کي تجربه نه لرله.

خو د ملا عبدالغني برادر حضور او صلاحیت په خبرو کي اسانتیاوي برابرولې، او کله چي به مذاکراتي ټیمونه د بن بست سره مواجه سول، ملا برادر او خلیلزاد به شخصا مداخله وکړه،‌ او مشکل به یې حل کړ. د دې مذاکراتو په جریان کي هغوی څو ځله سره وکتل.

نیویارک ټایمز لیکي په امریکايي هیات کي نظامي او لوژستیکي ماهران هم شامل ول، هغوی د دې لپاره راوستل سوی ول چي طالبانو ته وښيي چي امریکا د وتلو په برخه کي «ټوکي نه کوي او وخت نه ضایع کوي.» همدې امریکايي متخصصینو ویل چي د یو ۱۸ کلن نظامي حضور ختمول وخت ته اړتیا لري.

امریکایان وايي چي د تشدد د راکمولو په باره کي هم اوږده بحثونه وسول، ځکه پسرلی راروان دی، او د جنګ د تشدید امکان زیات دی. اخبار کاږي حتی که چیري امریکا او طالبان یوې نهايي موافقې ته سره ورسېږي، د خبرو بل پړاو به ډېر ګران وي، ځکه دا به د افغانانو تر مینځ د سیاسي روغي جوړي پر محور باندي راڅرخي. یو ستر مشکل دا دی چي طالبان نه غواړي د کابل له حکومت سره خبري وکړي. د دې ستونزي د حل یوه لاره دا ده چي د کابل د حکومت استازي په یو ستر افغان هیات کي مدغم سي. ټاکل سوې ده چي د مسکو په شان به یوه بله بین الافغاني غونډه د اپریل په میاشت کي په دوحه کي جوړه سي.

نیویارک ټایمز وايي د افغان د کشالې سیاسي حل به یو ستونزمن کار وي،‌ ځکه د آینده حکومت شکل، د قدرت وېش، او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو حفاظت زیاتو خبرو ته اړتیا ولري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *