د مثنوي ملکوتي انګازې (۱) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

د مثنوي ملکوتي انګازې (۱) – افغان وطن

د مثنوي ملکوتي انګازې

رښتینی انسان، د مولائ روم وْرکه!
غرب او د انسانیت معیار!

لیکنه: ملا حبیب اللّه (مؤذن)
______________________________

د حکایت له لارې هدایت او ارشاد کول، اګر که عام اصلاحي اسلوب دی؛ چې ډیرو پخوانو او اوسنیو مصلحینو کارولی؛ خو پدې هکله چې کوم مؤثر انداز او قلم، مولائ روم صاحب ته خدای پاک ورکړی، ښایي تر اوسه یې چا ساری نه وي لیدلی: دا یو عام متداوَل اصلاحي مضمون دی چې، حقیقي او د انسانیت په مقتضاء روان او عیار انسانان، هر وخت بیخي د نشت برابر پاته شوي، پدې حقیقت باندې هر وخت ډېرو لیکوالو او واعظانو خپلې خولې او قلمونه ستړي کړي؛ خو تاسې پدې هکله لږ د مولانا صاحب دې لاندې تمثیلي طرز او اداء ته متوجې شئ! دی پخپل الهامي، ناشنا او نابغهء روزګار کتاب (مثنوي) کې کیسه کا: وایي یو سړی په رڼا ورځ په بازار کې، څراغ په لاس پداسې انداز ګرزېدو لکه د یو چا لټون چې کوي؛ نو یو چا ترې وپوښتل څه شی ګورې؟ ده ورته ووېل: بنیادم لټوم! خو هېچېرې په نظر نه را ځي! سړي ورته ووې، دا څه وایې، دا ټول انسانان ندي څه..؟ څراغ وا لا ورته ووې:

۱-این نه مَردانندُ این ها صورتَنْد!
مُردهء نانندُ وکُشتهء شهوتَنْد!
(دا چې ته وینې دا یو هم حقیقي انسان ندی؛ ځکه چې دا ټول په نفسي خواهشاتو او شهواتو پسې مړه دي)
======================
۲-این که می بینی خلافِ آدمنْد!
نېېېستند آدم، غلافِ آد مند!
(د دې ټولو ماذې پوښ او ظاهري بڼه د انسان ده، نوره د انسان معنا پکې نشته)
======================
۳-آدمي را، آدمیّت لازم اند!
عودُ را، ګر بُو نباشد، هیزم اند!
(..ځکه چې د انسان توب لپاره، انساني صفات او خصلتونه ضرور دي که دا نه وي هغه بیا انسان ندی؛ د دې مثال کټ مټ د عود د معطَّر لرګي په څېر دی؛ عود لرګی هلته عود بللی شو چې کله ښه بوی ولري او کنه نو هسې خالي او عادي بوټی دی)
=======================
۴-آدمیّت، لحمُ و شحمُ وپوستْ نیست!
آدمیت، جُز رضائ دوستْ نیست!
(..او که ته وایې چې ولې دا څومره ښایسته، پنډ _پنډ سره او سپین بدنونه یې دي؟ نو واوره چې انسانیت په غوښو، وازګو او تازه پوستکي ندی؛ بلکې انسانیت له هغه ظاهري اعمالو او باطني کیفیاتو او مقاماتو نه عبارت دی چې انسان پرې مأمور او د اللّه د رضاء سبب دي)
========================
۵-ګر بصورت آدمی انسان بودی!
احمدُ و بو جهلُ هم یکسان بودی!
(…که انسان یوازې په ظاهري جسم انسان کېدی؛ نو بیا خو به ابوجهل او پیغمبر علیه السلام په مرتبه کې سره یو شان وای؛ ځکه د ابو جهل غوښې او وازګې د هغه له هغو نه ډېرې وې)
========================

سړی حیران شي، هغه عنقاء وزمه انسان چې د مولانا متجسّسې او بانفوذه سترګې یې لا سوونه کاله پخوا په لټه کې ستړې، ستومانه او پاته راغلې وې؛ نو د موږ او تاسې پدې دور کې به یې څوک؟ او څنګه پیدا کړی شي؟! پداسې حال کې چې ټول انسانیت د ماده پرستۍ، تن پرستۍ، شهوت پرستۍ او خود غرضۍ یو زورور او بې رحمه طوفان په مخه کړی…
نور بیا

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *