په دوحه کې خبرې د ۱۷ ورځو د دوام وروسته پای ته ورسیدې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
مرکې او راپورونه

په دوحه کې خبرې د ۱۷ ورځو د دوام وروسته پای ته ورسیدې – افغان وطن

د ۱۷ ورځو وروسته په دوحه کې روان مذاکرات پای ته ورسیدل.

دا مذاکرات زیات هیله بښونکي وو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د تیرې فبروري میاشتې په ۲۵ مه نیټه له امریکایي لوري سره پیل شوي مذاکرات نن ۱۷ مه ورځ د مارچ په ۱۲ مه نیټه پای ومندلو

مجاهد لیکي:
”د مذاکراتو په دې بهیر کې په هغو دوو موضوعاتو چې د جنوري په میاشت کې توافق ور باندې شوی و تفصیلي او هر اړ خیز بحثونه وشول، هغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و، داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟ همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکا یان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟ په دې دواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو، د اوس لپاره به دواړه لوري په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوي، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او په راتلونکي غونډه کې به چې وخت به يې وروسته د دواړو مذاکراتي ټیمونو په موافقه تعینیږي امادګي نیسي“

وسله والو طالبانو یو ځل بیا وویل چې په دغه کانفرنس کې په اور بند او دکابل ادارې سره په مذاکراتو هیڅ کوم توافق نه دی شوی

مجاهد وایي چې د د افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د خطر نه پېښېدو او د بهرنیانو د خروج پرته نور موضوعات په اجنډا کې نه دي داخل شوي دي، په دې اړه د ځینو رسنیو راپورونه له حقیقت څخه لرې دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *