په ټویټر کي د خارجیانو تر مینځ د ملا محمد عمر د ځای ځایګي په باب جنجال – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

په ټویټر کي د خارجیانو تر مینځ د ملا محمد عمر د ځای ځایګي په باب جنجال – افغان وطن

۱ – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی لیکي: تر هغه ځایه چي زه بتي دام پېژنم، زه پر هغې باندي تر جنرال پټریس او تر نورو امریکايي منابعو زیات اعتماد لرم، ‌ځکه امریکایان د افغانستان د اوضاع په درکولو کي ناکامه او اوږده سابقه لري.

۲ – مشهور امریکايي خبریال اناند ګوپال لیکي: موږ د بتي دام څېړنه سر تر پایه امتحان کړه، د هغې تحقیقات هغه څه تایید وي چي موږ په کلونو کلونو اورېدلي ول. بلخوا، منان، عثماني، او داد الله په افغانستان کي ووژل سول. دا ښکاره خبره ده چي پاکستان له طالبانو سره کومک کوي، خو واقعیت تر دې ساده تحلیل ډېر پېچلي دي.

۳ – د افغانستان د چارو ځوانه او وتلې امریکايي لیکواله اشلي جکسن لیکي: آفرین بتي دام! د ملا عمر په اړه ستا هر اړخېز تحقیقات د ویلو وړ دي. زه دېته انتظار باسم چي ګرده رپوټ ولولم.

۴ – د اسوشیتډ پریس مشهوره خبریاله کاتي ګنان لیکي: زه پدې نه پوهېږم چي ملا عمر چیري مړ سو، خو دا به یوه حیرانونکې خبره نه وي چي هغه په افغانستان کي پاته سوی وي. هغه نه اسامه بن لادن وو او نه هم حقاني وو. هغه حتی د خپل حاکمیت په دروان کي کابل ته سفر و نه کړ. د هغه لپاره آرام ځای کراچي او یا کوټه نه وه، بلکي یو افغان کلی وو. مهرباني وکړئ، ډېر مه احساساتي کېږي. دا فقط زما نظر دی.

۵ – امریکايي لیکوال ټامس جانس لیکي: زه یو ساده سوال لرم، که چیري ملا عمر د کراچي په یوه روغتون کي مړ سوي وي، د هغه په جسد څه وسول؟ یقینا، پاکستان او ای ایس ای باید پدې برخه کي کره اسناد او شواهد ولري. البته پوښتنه دا ده که چیري داسي شواهد او اسناد موجود وي!

۶ – د نیویارک ټایمز مشهوره خبریاله کارلوتا ګال لیکي: زه پر دې رپوټ باندي باور نه لرم. ځکه هلته داسي خلګ سته چي د یو محقق د خوشحاله کولو لپاره هر څه وايي. د هغه دوکاندار طالب کیسه خو به مو په یاد وي!

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *