پسرلی د تېر او اوس په هنداره کې! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

پسرلی د تېر او اوس په هنداره کې! – افغان وطن

لیکوال: ملا حبیب اللّه(مؤذن)
______________________________

یو وخت داسې و چې، طالب ترخپل کتاب، حجرې او مسجد پورې محدود و. په کلیوال کلتور کې تل پدې باندې مشهور پاتې شوی چې: له چاسره کار نلري! خپل کار کوي! سر یې ځړولی او په لاره روان وي! خو اوس له ورایه داسې محسوسیږي چې، اللّه تعالی دا قِشر د خپل تدبیر له مخې، د یوې ورځې لپاره همداسې راساتلی و، ترڅو په مناسب وخت او ځای کې ترې کار واخلي! داچې خدای پاک له طالب نه څنګه او څومره کار واخیست؟ دا داسې یوه پوښتنه ده چې په ځواب یې هر څوک پوهیږي…!
طالب دخپل تاریخ په اوږدو کې، د ژوند په هر ډکر کې ابتکاري شان درلودلی! که یې طالبي زندګي وه، اوکه یې اوسنۍ انقلابي _ سیاسي زندګۍ ته ځیر شو: طالب انقلابي دی چې: په خپلو کړو، وړو یې ډیر شیان تغیر کړل!! طالب نوښتګر دی چې: د خپل ابتکاري مزاج په برکت یې، په ډیرو سولېدلیو نظریاتو او مسلّماتو داِبطال کرښه راښکله.
ستا دښایست ګلونه ډیردي.
ځولۍ مې تنګه،زه به کوم کوم ټولومه.

د دې لیکنې حوصلې ته په کتو، دطالب دپوره او ریښتني انځور وړاندې کولو حق پوره کول ناشوني دي؛ بلکې د دې کار لپاره خومستقل تحقیق او تاریخ لیکلو ته ضرورت دی؛ خود “مشت نمونهِ خروار ” په ډول:

۱:د اسلامي خلافت د ړنګېد و او په اسلامي نړۍ باندې دغربي افکارو دیرغل له وخته په اسلامي ټولنو کې دا تصوّر مسلّط دی چې:
حکومت او سیاست کول له ږیرې، پټکي او شرعي لباس سره، نه ښایي او نه کیږي؛ بلکه د دې لپاره بین المللي یو نیفارم کارول، وړ او ضروري دي(؟) همدا راز د خلکو تر منځ داهم مشهوره وه چې: سیاست په رښتیا اوصداقت سره نشي کېدای؛ بلکې هغه چاته به د ښه سیاسي لو بغاړي په توګه کتل کېدل چې نه به په قول او نه په عمل کې د رښتیا وو پابند و! خو طالب دې حا کم تفکُّر ته داسې تغیر ورکړ چې اوس یې هم دوست مني او هم دښمن: طالب دخپل۲۴کلن سیاسي او انقلابي ژوند په اوږدو کې وښوده چې شرعي بڼه ددمسجد او مدرسې په څېر، له وزارت او سیاست سره هم زېب کا. طالب په خپل ریښتني کردار او ګفتار سره ثابته کړه چې یو مسلمان له صدق سره د سیاست په میدان کې کومې لاس ته راوړنې درلودی شي هغه له در واغو سره امکان نلري!! د طالبانو د واکمنۍ په مهال، د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د دوی د قونصل “ملامسیح اللّه “مؤذن “د خولې بیان دی چې ویل یې: یو ځل مې له کوم ایټالوي دپلومات سره ملاقات درلود، دواړه مخامخ سره ناست و، زه په سپین فاج اوخپله طالبي جامه کې وم،د خبرو په جریان کې یې راته وویل: د تاسو رسمي یونیفارم کوم دی؟ او تاسو ولې بین المللي یو نیفارم نه کاروئ؟ طالب دپلومات په ډیره لوړه حوصله او بې پروا لهجه ځواب ورکوي: د مونږ رسمي یونیفارم دادی چې کوم ما اغوستی! او تاسو دا خیال ونکړئ چې مونږ ته بین المللي لباس مالوم ندی او یایې پیژنو نه؛ بلکې مونږ پدې ښه پوهیږو چې یخن کاک،پتلون او نکټایي د دې لباس ارکان دي، په اخیستلو او اغوستلو یې هم پوهیږو؛ خو دا چې مونږ یې بیاهم نه اغوندو د دې وجه داده چې مونږ ته مو دین اجازه نه راکوي…!! وایي: چې کله مې ژباړن خبرې ورته وژباړلې؛ نو ایټالوي د خوشطبۍ په دود خپله نیکټایي شاته وویشتله او وې خندل.

۲:عربانو له پیله ځانونه د عجمو استاذان بلل. او حقیقت هم همداسې دی؛ ځکه چې اسلام د همدوی له لارې نورې نړۍ ته صادر شوی؛ خو انقلابي طالب دې حقیقت ته هم ۱۸۰درجې تغیر ورکړ؛ اوس ټول_د حساب وړ_ عربان د عجمي طالب په بیعت او استاذۍ باندې معترف دي!! بلکې حقیقت دا دی چې طالب د معاصرې اسلامي ویښتابه سرخیل او سالار دی! د اسلامي خوځښتونو سرپرستي یوازې او یوازې همده ته حاصله اوله همده سره ښایي!

۳:د مونږ د فقهې په هکله دا حقیقت خپل او پردي منلی چې د انساني کړو، وړو د جواز او نه جواز په بیان کې، د داسې شمول او استیعاب څښتنه ده چې د هېڅ قوم په علمي تاریخ کې یې ساری نه ميندل کیږي. هغه د چا خبره داسې جزیات یې هم لا انګېرلي او څېړلي چې له آدم نه تردې دمه به خدازده یو نیم وار پېښ شوي وي اوکنه!؟ خو په آزادۍ مین طالب،ځان پدې پراخو حدودو کې هم ایسار نکړ، او د انساني عمل داسې نمونه یې وړاندې کړه چې غونډ فقهاء یې هک پک او ګوته په غاښ کړل!

پخپل لاس د ځان قربانولو ته د شریعت په اصطلاح کې انتحار “ځان وژنه ” وایي؛ چې ډېر ناروا عمل دی؛ خوطالب د دې کار حقیقت هم ور بدل کړ! طالب د خپل ایثار په برکت،انتحار په مقدّس شهادت واړاوه. طالب خلکوته وښوده چې: په آخرت باندې ایمان څه معنا لري؟ یو بنده باید له خپل خالق سره څنګه مينه وکا؟ طاغوتیان چې داعمل ځان وژل بولي، دېته یې ندی پام چې: د ځان وژلو لپاره خوصِرف دوه ګزه رسۍ،اویا یوه مرمۍ کافي ده. که طالب رښتیا هم ځان وژلی،نو د میاشتو اوکلونو انتظارکولو، د لکونوروپو مصرف کولو، اوپه خطرناکو لارو سفر کولو ته به یې څه اړتیا وه؟

۴:دطالب شوخي او بغاوت، تکویني پولې هم ترخپلو پښو لا ندې کړې! او د خپل عملي اعجاز په مټ یې د فطرت قوانین هم چلیج کړل! پخوابه پسرلي ته خلک خوښېدل؛ ځکه چې: روح بښونکیووږمو به یې مړه زړونه ژوندي کول! د معطّرو بادونو هرې څپې به یې دژوند پیغام ليږداوه! شاعرانو به د شعر په ژبه خپل بني نوعه وګړي دیو نوي ژوند تسلسل ته رابلل! خو اوس داسې نده: اوس پسرلی ګلان ټوکوي نه؛ بلکې رژوي یې! غم آلوده وږمې یې د ژوند په ځای له ځان سره د مرګ زیري لري! پسرلی مهال چې کله طالبان له حجرو نه د سنګرو په لوري ولاړ شي،نو: ترهغو چې راستنیږي؛
د مبایل له هر زنګ!
د مسج له هر شرنګ!
او د دروازې له هر غَنګ!
سره به دې زړه د پښو تر تلو تیریږي چې: خدایه! هسې نه یو چا، د چا د شهادت زېری راوړی وي!! هسې نه چې راته ليکلي يې وي: ملا فلانی شهید شوی او سبا په لس بجې یې جنازه ده.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *