بادغیس کې طالبانو لسګونه عسکر وژلي او له ۲۵ څخه ډېر عسکر ورته تسلیم شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

بادغیس کې طالبانو لسګونه عسکر وژلي او له ۲۵ څخه ډېر عسکر ورته تسلیم شوي – افغان وطن

د بادغیس بالا مرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او عسکرو ترمنځ جنګ کې له شلو ډېر عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

دا عسکر د ملي اردو سرتېري دي

د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسیدونکو خبر ورکړی، چې تېره شپه د دواړو خوا تر منځ نښته لګېدلې چې پکې له شلو زیات د ملي اردو سرتیري طالبانو اسیران کړي او لس نور ژوبل دي

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی هم د دغې جګړې پخلی کړی خو وايي سیمې ته اضافي کمانډو ځواکونه رسیدلي دي

هغه وايي په تېرو دریو ورځو کې د ملي اردو پنځلس سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي یو شمیر يې ټپیان او یو شمیر يې وژل شوي خو دقیقه شمیره يې نه ده یاده کړې خو زیاتوي چې نښتو کې ګڼ طالبان هم وژل شوي دي

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته خبر ورکړی چې د ملي اردو د سرتیرو درې پوستې یې نیولې دي چې ورکې یې ۲۰ تنه عسکر وژلي او ۲۸ نور یې اسیران کړي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *