د دیني علم لپاره له کوره د ښځو وتل_شرعي تحلیل! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د دیني علم لپاره له کوره د ښځو وتل_شرعي تحلیل! – افغان وطن

لیکوال: مولوي خامل وردګ

ملاعلي قاري په مرقات _ج:۳. ص_۱۵۰. کې وایي: (چې دنبي علیه السلام په وخت کې مسجد ته د ښځوتلل، په لاندې شرایطو مشروط ول:
۱:ښایسته لباس او عطر به نه کاروي!
۲:په آخري آخري صف کې به دریږي او د سلام ګرزولو نه وروسته به فورآ ځي!
۳:نران به ترهغونه ځي چې ترڅو ښځې کوروته نه وي رسیدلې!
۴:او دا اجازه او شرایط یوازې زړو ښځو ته ول! او هغه هم په هغو لمنځونوکې چې په تیاره کې کېږي: سهار،ماښام،ماخستن. او ځوانو ښځوته مطلقه اجازه نه وه!!!)

په بخاري شریف کې راغلي:د ابن عمر رضی الله عنه یې له زوی سره _مسجد ته د ښځو د تللو په موضوع _جنجال شو، زوی یې مخالف و، اوپلار یې موافق. چې کله دا قضیه عایشې رضی الله عنها ته ورسېده؛ نو وې ویل: که چېرې رسول الله علیه السلام ژوندی وای نو..(لمنعهنّ)یعنې، بالکل، خامخا او حتمآ به یې منعه کړې وای. لامِ تاکیدي او نون ِثقیله ته خو مو پام دی؟

دا خو یې دا حادیثو په حواله حکم شو. اوس که نو د امام صاحب خوارکي! علیه الرحمه فقه منئ! نو غوږ شئ! له عربي متنه ځکه تېرېږم چې هرڅوک ترې ګټه واخلي: بحرِ رایق.ج_۱.او ص_۳۵۸کې راغلي: ښځې د لمانځه لپاره مسجدته نشي حاضرېدلی؛ ځکه الله وایي: وقرنَ فی بیوتکنّ.. او همداراز حدیث دی: (د ښځې لپاره د کور په زېر خانه کې لمونځ کول، له هغه لمانځه نه غوره دی چې دا یې دکور په انګړ کې کوي. او د کور د انګړ لمونځ یې د مسجد د لمانځه نه بهتر دی او د دوی لپاره کورونه ډېرښه دي.)
بحرِرایق، له نقلي دلیل نه وروسته عقلي دلیل بیانوي: (له کوره په وتلو سره په فتنه کې د واقع کېدو شدیده خطره ده، او دا حکم زړو او ځوانو ښځو او همداراز ټولو لمنځونو ته عام دی. وړاندې لیکي: چې هرکله یې لمانځه ته وتل ندي جایز نو د وعظ مجالسوته به یې څنګه جایز شي؟! خصوصآ د علماوو په جامه کې ددې جهالو دوعظ مجلس ته..)
فتح القدیر چې ډېر معتبرکتاب دی لیکي: (المعتمد: منعُ الکلِّ فی الکلِّ الا العجایز المتفانیة فیما یظهرلي دون االعجایز المتبرجات و ذوات الرمق…) یانې: باوري خبره داده چې، هیڅ لمانځه ته به د هیڅ سِن او عمر ښځه نه ځي مګر هغه ښځې چې بالکل له کاره پرېوتې او زړې وي؛ خو که همدې زړو ښځو په ځان ګوته وهله! او د نرانو توجه یې جلبوله بیا دوی هم نشي تلای!!)

په نبوي عصر کې مو، لمانځه ته د ښځو د وتلو شرایط ولوستل! نو چې هغه مهال د احتیاط اوشرایطو دا حال و؛ سره لدې چې د پرښتو وزمو انسانانو جامعه وه! سهار او بیګا به جبراییل نازلېدو! دوحی مهبَط( رسول اللّه علیه السلام) ژوندی و!
نو د اوس په شرایطو کې به، څنګه د تعلیم او تبلیغ لپاره، ښځو ته د وتلو اجازه ورکول توجېه شي؟! عصري تعلیم خو هلته پرېږده! دا مروَّج دیني _فني علم چې په مدرسو کې کېږي، داګورئ په نرانو لا ندی واجب بلکې فرض کفایي دی، نو د یو عالَم اخلاقي محرماتو او ټولنیزو مفاسدو د قوي احتمال با وجود یې د ښځو لپاره څنګه تجویزوئ!!؟ اوس به دا څنګه څوک ومنی چې په شپو شپو دې ځوانې، مستې، او غوړې ښځې په تبلیغ پسې وتلې وي، ګشتونه دې کوي؟! او یا دا چې په جالبو تورو بُرقو او ښایسته جاموکې دې پېغلې حضرات، د هغه تعلیم لپاره چې په نرانو لا ندی فرض، له کوره بهر په لارو کوڅو کې د خلکو ایمانونه او تقواوې وتروړي او بیا دې په لیلیو کې پسې پرتې وي؟!
له یو کُنړي ښْوَیَکي ملا سره مې، په همدې هکله مخامخ بحث و، له ډېرو دلایلو وروسته یې راته ووېل: پخدای چې ستا خبره حقه ده! بیا یې یو نکل راته وکړ: چې د یوې زنانه مدرسې د څه قضیو څېړلو لپاره د هیأت په توګه وټاکل شوم، په خدای قسم اکثره قضایاوو جنسي بڼه درلوده او هغه هم له خپلو استاذانو سره…!!

په ښځو چې کوم علم فرض دی، هغه خو په یو څو ورځو کې حاصلیږي. او طریقه یې زه در ښیم: میړه، یا پلار او یا ورور دې له عالم نه پوښتنې کوي او ښځې او لورانو ته یې دې وایي! که یې د ملا خبرې نشوای تکیه کولای نو ریکارډ یې دې کړي او پرې اوري یې دې. د یو غیرِضروري شي لپاره ولې د زرو فتنو مخه را خلاصوئ! حالنکې د موږ اصول وایي چې که کوم ضروري کار دفتنې باعث کېدو؛ نو ترک یې ضرور دی!
د دې موضوع یو بل معاشي اړخ درته وایم او هغه دا چې، دا په سخته ډیرو ځایونو کې تجربه شوې چې چاهم عالمه!! په نکاح کړې ده، د هغه له ژونده نه، خوښي او سکون مخه ښه کړې! په اکثره ځایونو کې خبره تر طلاقه رسېدلې! یوه همداسې ملا په ضربِ مومن اخبار کې خپله کیسه کړې وه چې مور پلار مې راته ساده، بې علمه کلیواله ښځه کوله خو مانه منله. اوس مې نو د حال پوښتنه مکوئ! اوبیایې تولو علماوو ته ټینګه توصیه کړې وه چې پام مو وي چې د عالمه!! په غوړ نامه دوکه نشئ!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *