ښځه او ټولنه،له کوره یې وتل او منفي اثرات یې! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ښځه او ټولنه،له کوره یې وتل او منفي اثرات یې! – افغان وطن

لیکنه: خامل وردګ
_____________

انسان د خپل وجود پدې عبوري دوره(دنیوي ژوند) کې له درې ډوله ژوند سره مخ کیږي:انفرادي،ازدواجي او اجتماعي. کورنۍ له افرادو او ټولنې له کورنیو جوړیږي. که چېرې د کوم قوم کورنۍ له داسې افرادو تشکیل وي چې د ښه صحت، فایق رواني حالت او عالي دماغ خاوندان وي نو دې قوم ته به په نړۍ کې د یوکامیاب او په ځان باندې قوم مقام حاصل وي. په اسلام کې چې د مېړه او ښځې تر منځ د تاو تریخوالي د دفعې په هکله او له ښځو سره، د هغوی د بد کردارۍ با وجود، د ښې ګذارې تاکیدات راغلي نو راز او فلسفه یې همد اده چې هسې نه اسلامي امت د مېړه او ښځې د ناسازه ژوند او تعلقاتو په نتیجه کې، د ګډو وډو کورنیو شاهد و اوسي او له همدې لارې د کورني جوړښت او ټولنیز نظام په بایللو، په مجموع کې د یو ناکام، ناروغ، بې روحیاتو او ضعیف دماغه قوم په توګه تبارز ونکړي.
پښتانه وایي: د بېرون غم به کور ته راوړې؛ خو دکور دا به چېرته یوسې!؟ تاسې د هغو کورنیو ماشومان او ځوانان وګورئ چې د والدینو تر منځ یې د جنګ،جدال او جنحال زندګي وي، نو په هر لحاظ به یې د نورو پر تله ډېر پرېوتي محسوس کړئ.

بهر حال! مطلب مې دا و چې همدا کورنۍ او کورنی جوړښت دی چې د هر تمدن او معاشرې بنیاد تشکیلوي؛ خو اصلآ د دې بنیاد اساسي او محوري عنصر، مېرمن وي، خو هغه مېرمن چې د یوې ښځې په توګه یې خپل اصلي مقام پېژندلی او له ټول قرار او وقار سره،د کور د مَلَکې په تخت ناسته وي!

د قومونو تاریخ پدې ګواه دی چې، د هر قوم د زوال او انحطاط ستر سبب د کورني نظام ګډوډي او نه توازن پاته شوی! د تاریخ د هر دور په هغو اقوامو کې _چې بالآخره د زوال او سقوط تر درشله رسیدلي _ دا مرض مخکې له مخکې لیدل شوی، چې د بېلابېلو وجوهاتو په اساس یې ښځو له کورني نظام او محیط سره، د عدم دلچسپۍ په وجه له خپلو فطري _مادري او خانداني وظایفو څخه د فرار لار غوره کړې!
غرب د خپل صنعتي او سیاسي پر مختګ سره سم، خپلو ښځو ته همدا طرزِ عمل انتخاب کړ؛ خو بالآخره یې اوس خانداني نظام، او ورپسې معاشرتي توازن له لاسه ورکړی. اوس ټول غربي مفکّرین او ټولنپوهان، په ټول صراحت سره خپله اشتباه مني؛ خو داچې اوس یې اوبه له ورخه تېرې دي نو اوس د دې ټولنیز ناورین، لا منفي اثراتو او د خپل تمدن مستقبل ته حیران او پَرېشان دي.

د شرقي_اسلامي اقوامو د تاریخي حریف په توګه، د غرب پدې خبره نیت بَدَیْ طبعي دی، چې د دوی ښځه دې دکورني نظام او مورتوب نه د طُغیان او بغاوت په کولو، د هغوی د تمدن بنیادونه له تزلزل سره مخ کړي؛ خو د شرقیانو ښځې دې د فطرت له قانون سره سم د کور په چاردیوالي کې د عزت او وقار ژوند ولري!

له موږ نه د اسلامي خلافت د سرپوښ په لېرې کېدو، په اسلامي نړۍ کې دوی د خپل استعماري تشبُث سره سم، د دې موخې لپاره ډېر کار وکړ تر څو وکړای شي د تعلیم، نیمې نړۍ، اقتصادي بسیاینې ،سیلسي ونډې او نورو غوړو شعارونو په ذریعه د موږ تاسې کورنۍ ښځې هم، د عزت او فطرت له ژوند نه، د ذلت او بې پتۍ ګرداب ته لاهو کړي! دوی دې مرام ته د رسېدو لپاره، د (تعلیم) له شعار نه ډېر کار واخیست!
اوس چې د تعلیم په نامه له کوره د ښځو د راوتو څومره مظاهر دي_ ولو که ظاهرآ دیني جنبه هم ولري_ په حقیقت کې د همدې کوښښونو پیداوار دی! پداسې حال کې چې اوس زموږ ټول عوام او ډېر عوام وزمه خواص هم، د دې استعماري فرېب ښکار دي؛ نو پدې مسئله کې په واز کومې حق خبره کول او حتی د ښځو _ دفني ملاتوب په پار_ د هغوی د مدرسو مخالفت کول، د یو خاص نزاکت له لامله، ستر ذهني جرئت او په همدې هکله د نن سبا له مسلّط تصور نه پوره آزادي غواړي!! زه له کوره د ښځو وتل _ که په هر نوم وي_ د اسلام له اصلي روح، مزاج، او همداراز د خپلې ټولنې له فطري جوړښت او غوښتنو سره کاملآ په ټکر کې بولم.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *