ولسمشر په کونړ کې د پروژو تکراري پرانسته کړې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

ولسمشر په کونړ کې د پروژو تکراري پرانسته کړې ده – افغان وطن

تیره ورځ افغان ولسمشر کونړ ولایت ته په سفر تللی وو او د دولتي رسنیو په حواله چې له یو شمیر قومي مشرانو مدني فعالانو او خبریالانو سره یې وکتل او د ۷۷ میلونه افغانیو په لګښت یې د ځینو پروژو د پرانست ډبرې کیښودې

که څه هم دولتي رسنیو د ولسمشر په سفر ګرمې څرګندونې وکړې خو د سیمې اوسیدونکي شکایت کوي چې ولسمشر صرف له څو تنو سره چې پخوا لا استخدام شوي وو وکتل او بیر ته کابل ته ستون شو

یوشمیر خبریالانو ویلي چې دوی یې له جلال اباد او نورو سیمو راغوښتي وو چې له ولسمشر سره خبرې وکړی خو له ۷ ساعته انتظار وروسته ورته وویل شول چې ولسمشر بیرته کابل ته رسیدلی ده

یو تن قومی مشر حاجي ملک خان هم ورته شکایت درلود او زیاته یې کړه چې د ولسمشر کونړ ته راتګ یواځې کمپایني وو او له هیچا سره یې هم نه دي کتلي

بل لور ته د کونړ مدني فعالان هم وایي چې ولسمشر صرف له خپلو درباري کسانو سره په یوه ځانته خونه کې کتلي او نور چاته د ورتګ اجازه نه ورکول کیدله

د کونړ اوسیدونکي وایي چې ولسمشر په ریاکارانه او کمپایني توګه د څو داسې پروژو تکراري ډبرې کیښودې چې څومیاشتې مخکې یې لا د پرانیست ډبرې کيښودل شوې وې

ولسمشر په کونړ کې خلکو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د کونړ د لرګیو په هکله یې کړې وه وویل چې د کونړ په لرګیو به داسې کار درته وکړم لکه د پکتیا له جلغوزیو سره مې چې وکړو او د کونړ لرګي به په ټوله نړی کې درته مشهور کړم

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *