دکابل د برید مسؤلیت داعش ومانه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

دکابل د برید مسؤلیت داعش ومانه – افغان وطن

نن غرمه د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په ۲۴ تمه تلین لمانځغونډه د هوان بریدونه وشول

په دغه برید کې د ورستیو راپورونو په اساس ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده چې د امنیتي چارواکو په وینا ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې د پېښې په سیمه کې یې یو تن برید کونکی نیولی او ددرې نورو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي

له برید وروسته غونډه ګډه وډه شوه او خلک د غونډې له تالاره څخه وتښتیدل

محمد محقق د اجرائیه رئیس په موټر کې د غونډې له ځایه خپل کور ته ورسول شو

بل لور ته یوې سرچینې ویلي چې د صلاح الدین رباني د موټر سره نیږدې یوه مرمۍ لږیدلې چې د نوموړی موټر یې زیانمن کړی خو خپله رباني بچ شوی ده

بل لور ته ویل کیږي چې د حنیف اتمر ۶ تنه ساتونکي هم د یوې مرمۍ د لږیدو له امله زخمیان شوی او داسې اوازه هم ده چې لطیف پدرام هم په ټپیانو کې داخل ده

د پېښې مسؤلیت داعش وسلوالو منلی ده

داعش وسلوالو د اعماق په نوم پاڼه کې چې دوی ته یې نسبت کیږي ویلی چې برید دوی تر سره کړی ده خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي

افغان ولسمشر او اجرائیه ریس یاد بزید غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *