د داعش تروریستي ډلې د یوې بیانیې په خپرو سره د ننګرهار د حملې چې په یوه خصوصي شرکت باندې شوي وه، په غاړه واخیست.
په داعش ډلې پورې مربوط اعماق خبري آژانس په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی جنګیالي د نن ورځي په حمله کې چې د جلال آباد په ښار کې شوي لاس لري.
ویل شوي دي چې د نن ورځې په حمله کې چې د یوه سختماني شرکت په دفتر باندې شوي ده، تر ۱۶ پورې کسان پکې وژل شوي دي.
له دې وړندې د ننګرهار د سنیو دفتر ویلي وو، چې په یاده حمله کې د EBE د شرکت ۱۱ تنه ژول شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه تر لاسه شوي خبرونه دا هم وایي چې په دې حمله کې د ملي امنیت یو تن عسکر هم وژل شوی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر اعلامیه زیاتوي چې ۵ تنه حمله کوونکي هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
الیاس الماس
څرگندون