د چاغښت په اړه نوي او نادره څیړنه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
خبرونه لوبې او روغتيا

د چاغښت په اړه نوي او نادره څیړنه – افغان وطن

اګر چې د وزن زیاتوالی د زړه د بندښت په سیستم کې زیاتوالی راولي، خو ساینس پوهانو په يوه نوي څیړنه کې د چاغ والي ځینې ګټې روښانه کړي دي.

په یوه سروې کې چې د امریکا د نورولوژي اکاډمي متخصصینو کړی، په یوه نوي څیړنه کې روښانه کړي او ویلي یې دي ” اګر چې چاغ والی د ډیرو خطرونو زیاتوالی راولي، خو چاغ والی کولای شي چې انسان د دماغي سکتې څخه وژغولای شي.

“لیو” چې د دې شرکت د تحقیق کار کوونکی دی، ویلي چې د کالیفرونیا د لاس انجلس پوهنتون څیړنه کړي، دا چې چاغ کسان د نورو هغو کسانو په پرتله چې چاغ ندي د عفوني، کلیوي او د زړه د سکتې په بیماری کې ډیر واقع کیږي، خو چاغ کسان د دماغي سکتې څخه نجات هم تر لاسه کوي.

“لیو” او همکاران یې په خپلو څیړونو کې روښانه کړې چې چاغ کسان اکثر د دماغي سکتې څخه نجات تر لاسه کوي او بیرته خپل عادي حالت ته ګرځي.

د څیړنې کار کوونکو تر ۱۰۰۰ په زیاتو کسانو باندې چې صحت مند ول په ۵ ګروفونو وویشل او تر ډیر تحقیق وروسته یاده پایله په لاس ورغله.

د څیړنو په جریان کې په ۱۰۰ کې ۶۲ فیصده کسان چې ډیر چاغ وو د دماغي سکتې څخه خپل عادي حالت ګرځیدلي دي، اما هغه کسان چې ډیر چاغ نه وو، د دماغي سکتې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.

بلمقابل هغه کسان چې ډیر ډنګر وو، کله چې له دماغي سکتې سره مخ شوي دي، سمدلاسه یې خپل ژوند بایللی دی.

ساینس پوهانو د دې څیړنې په اړه ویلي: شاید هغه کسان چې چاغ وي، د نورو هغو کسانو په نسبت چې چاغ ندي، د عذایي موادو زخیره لویه وي، چې دا د لامل شوي وي چې د دماغي سکتې سره په مبارزه کې مقابله وکولای شي.

یاده دې وي یاده څیړنه په اوس وخت کې په یوه نظریه سره څیړل شوي ده، د دې څیړنې د باوري کیدلو لپاره ضروري ده چې زیاتې څیړنې وشي.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *