د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
خبرونه لوبې او روغتيا

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه – افغان وطن

د افغانستان اسلامي بانک جام د سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه او افغانستان ته یې د ۴ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان اسلامي بانک جام د سیالیو د دریمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ ویکټو په تاوان سره افغانستان ایرلنډ ته د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره نجیب الله ځدراڼ په ۹۷ بالونو باندې ۱۰۴ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې، چې په بیټ کې یې ۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې شاملې وې، چې دا دده لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لومړۍ سلیزه وه، چې نن یې پوره کړه.

ورپسې اصغر افغان ۷۴ منډې او حضرت الله ځاځي ۳۴ ډیرې منډې جوړې کړې، چې له دوی پرته بل کوم لوبغاړی ښه ونه ځلید.

له هغې وروسته ایرلنډي لوبغاړو ښه لوبه وکړه، چې په ۴۹ اورنو کې یې د ۴ ویکټو په ورکړې سره یاد هدف پوره او افغان لوبډله ماته کړه.

د افغانستان لپاره په توپ اچوونکو کې دولت ځدراڼ دوه، مجیب الرجمن او محمد نبي یوه_یوه ویکټې واخیستې.

دا چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د روان یو ورځنیو لوبو د سریز دری لوبې شوي دي، یوه لوبه افغان لوبډلې ګټلي، یوه لوبه ایرلنډ ګټلي او یوه لوبه چې د باران له امله ځنډیدلي وه بې پایلې اعلان شوه.

یاده دې وي چې نن په هند کې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې هم د هند (ب) ۱۹ کلنې لوبډلې ته خپله لوبه بایللي ده، افغان نولس کلنې لوبډلې د ټولو اورنو په لوبولو سره د هند (ب) لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف ورکړ.

که څه هم افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې توپ اچوونکو په پیل کې ښه توپ اچونه وکړه، چې تر پنځو منډو پورې یې د هند (ب) لوبډلې دری لوبغاړی وسوځل، خو بیا هم د هند (ب) لوبډلې وکړای شول چې یاد هدف په ۲۳م اور کې پوره کړي او لوبه په خپل نام کړي.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *