ښايي د انار له دې ګټو به نه وئ خبر؟! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
خبرونه لوبې او روغتيا

ښايي د انار له دې ګټو به نه وئ خبر؟! – افغان وطن

که څه هم انار بيلابيلې روغتيايي ګټې لري او روغتيا پالانو به د زړه د ناروغیو لپاره ګټور باله؛ خو کارپوهانو په نیو څیړنو کې موندلې، چې پر نورو ګټو سربېره د څو ډوله سرطان مخنيوى هم کولی شي او زیات ګټور تماميږي.

د هغه څیړنې پر بنسټ، چې د امریکا د “کالیفورنیا” پوهنتون پوهانو په دې هکله تر سره کړې په کې ویل شوي، چې د انار اجزا او جوس په روغو حجرو کار نه لري؛ خو داسې مواد لري، چې په سرطاني حجرو برید کوي او له منځه وړي.

څيړونکو ویلي، که څه هم په دې اړوند نورو څيړنو ته اړتیا؛ خو د څیړنې په لومړنیو پایلو کې یې موندلې، چې انار په ډي این اې “DNA” کې د راتلونکو هغه تغیراتو مخه نیسي، چې د سرطان لامل جوړيږي.

کارپوهان وايي، د اکسیجن کمښت او سوزش په ډي این اې کې د تغیراتو اصلي لاملونه دي؛ انار داسې انزايم ‘پيرا اوکسونیس ون’ یا “PON1” لري، چې له سرطان سره جګړه کوي او د آکسيجن کمښت او سوزش له منځه وړي.

دغه راز دوی وایې، انار پخپل ترکیب کې د شته موادو په زور سره نه پریږدي سرطاني حجرې د بدن نورو روغو برخو ته انتقال وکړي او ورسره په بدن کې هغه کمياوي توکي او پروټينونه له منځه وړي، چې سوزش پیدا کوي.

د روغتیا ماهرین وایي، انار جوس د سینې سرطان او د پروستات د غدې د سرطان د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره او ګټور تماميږي.

دا ډول په یوه بله څېړنه کې ویل شوي، چې انار د سینې د سرطان اتیا سلنه مخه نیسي، د سږو او غټو کولمو د سرطان په مخه نیوي کې هم مهم رول لوبوي.

دوی وایې، چې د انارو په موسم کې باید داسي خالص جوس وڅښل شي، چې له نورو میوو سره ګډ نه وي او نه په کې خواږه اچول شوي وي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *